د امريكې الاسكا رياست كښې د سيلګرۍ الوتكه رانسكوره شوه، 6 كسان مړه

واشنګټن 06 اګست (اے پي پي) امريكې شمالي ختيز رياست الاسكا كښې د سيلګرۍ الوتكه رانسكوره شوې چې په نتيجه كښې ئې 6 كسان مړه شوي۔ د امريكې ميډيا له مخي الاسكا رياست كښې د پېښي ښكار الوتكه كښې يو پائلټ او 5 مسافر ناست وؤ۔ كوسټ ګارډ ايئر سټيشن سيتكا څخه اېم ايچ -60 جے هاك چورلكه امدادي كارروائي لپاره ليږلې شوې كومي چې په الوتكه كښې د ناستو كسانو د مړيني تصديق كړے۔دا خبره دې ياده وي دا وړومبۍ پېښه نه ده، دې څخه وړاندې هم په مئي 2019 كښې د دوو سېلګرو الوتكو په پېښه كښې 6 كسان مړه شوي وؤ