چاډ ، د شدت خوښو په بريد كښې 26 عسكر مړه شول

انجامينا 06 اګست (اے پي پي) د مينځنۍ افريقې چاډ هېواد كښې د شدت خوښو په بريد كښې 26 عسكر مړه شوي۔ د فرانس خبر رسني اداري له مخي د پوځ وياند جنرل عظيمبرمندوا اګونا ميډيا سره په خپلو خبرو كښې ووئيل دا پېښه تيره ورځ چاډ جيل جزيره تچوكو تيليا كښې رامخي ته شوې چې په نتيجه كښې ئې 26 عسكر مړه او 14 ژوبل شوي چې پكښې د 8 حالت اندېښمن هم دے۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد كلين اپ اعمليات روان دي۔ دې څخه وړاندي د سيمي ډپټي پريفيكټ هيكي دجيدي ووئيل بوكو حرام شدت خوښو دا بريد هغه مهال كړے كله چې عسكرو د ګزمي نه پس آرام كولو