افغانستان ٬ كابل كښې د سړك په غاړه بمي چاؤدنه ٬ 3 كسان ژوبل شول

کابل۔4 اګست(اے پی پی) د افغانستان پلازمينه كابل كښې د سړك په غاړه د بمي چاؤدنې په نتيجه كښې 3 كسان ژوبل شوي۔ د فرانسيسي خبر رسنې ادارې له مخې د كابل پوليس وياند فردوس فارامرز ووئيل دا چاؤدنه د شورؤ په ورځ د شهيدانو او خصوصي وګړو دفترونو ته نزدې وشوه چې په نتيجه كښې ئې 3 كسان ژوبل شوي۔ دا خبره دې ښكاره وي د چاؤدنې دا پېښه پلازمينه كابل كښې په دفاع وزير او ځينې پارليماني غړو د بريد پېښې نه يو ورځ وروسته رامخې ته شوې ده