د افغانستان كښې د سيلاب له امله 40 كسان مړه، 150 بې دركه شول

كابل 29 جولائي (اے پي پي) د افغانستان په نورستان كښې د زياتو بارانونو او سيلاب له امله 40 كسان مړه او 150 بې دركه شوي۔ د فرانس خبر رسني اداري له مخي د صوبائي كونسل مشر سعيد اللہ نورستاني ووئيل كامديش ولسوالي د زياتو بارانونو نه پس د سيلاب صورتحال سره مخ شوې چرته چې د سيلاب له امله 40 كسان مړه شوي او 150 بې دركه شوي د كومو د لټون كار چې روان دے ٬ دغسې دې سره 80 كورونه هم وېجاړ شوي۔بلخوا د نورستان وياند سعيد مومند د سيلاب له امله د مړو شميره 60 څخه زياته ښودلي ده