په هند كښې ټرافېكي پېښه٬ 15 كسه مړه٬ګڼ شمېر ژوبل

نوې ډېلۍ 28 جولائی (اے پی پی) د هند په شمالي اترپردېش رياست كښې ټرك او ګاډے خپلو كښې ټكر شوي چې په نتيجه كښې يې 15 كسه مړه او ګڼ شمېر ژوبل شول ۔د چين خبري اژانس ادارې له مخې د ځاي پوليس وېنا وه چې دا پېښه د شورو په سهار د اترپردېش په باره بنكي ضلع كښې هغه مهال رامخې ته شوې كله چې په يو بس كښې زيات مسافر ناست وو او د ختيز بهار رياست په لاره د خرابۍ له امله د سړك پغاړه ولاړ ؤ چې ورسره ناڅاپي يو تند رفتاره ټرك ټكر شو۔په پېښه كښې 15 كسان په ټكي مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي۔د پوليس وېنا وه د پیښې نه پس د ټرك ډرائيور د موقعې څخه وتښتېد چې لټون يې روان دے۔د رېسكيو ډلې مړه او ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته منتقل كړي