ليبيا ٬ د بېړۍ چپه كېدو له امله 57 غېر قانوني كډوال ډوب شول

طرابلس۔27جولائی(اے پی پی)د هجرت نړيوال تنظيم وئيلي دي د ليبيا ساحل ته نزدې د بېړۍ چپه كېدو په نتيحه كښې 57 غېر قانوني كډوال ډوب شوي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې آئي او اېم خپل يو ټويټ كښې وئيلي دي خمس ليبيا كښې د بېړۍ چپه كېدو له امله 57 غېر قانوني كډوال ډوب شوي۔ په كډوالو كښې بچ شوي يو كس ووئيل په بېړۍ كښې 20 مېرمنې او دوه كوچنيان ناست وو كومو چې د خپل ژوند نه لاس وينځلې۔ د رپورټ له مخې د روان كال پېل نه تر دې دمه 18 زره نه زيات غېر قانوني كډوال بچ كړې شوي او د سوؤنو په شمېر نور په دې لاره مړه او بې دركه شوي۔