برازيل كښې د كووډ – 19 له امله د مړو شمېره 5 لكه 49 زره 924 ته ورسېده

برازیلیا ۔26جولائی(اے پی پی) برازيل كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس دلاسه نور 476 كسان مړه شوي۔ د فرانسيسي خبر رسنې ادارې له مخې د برازيل روغتيا وزارت د ګل په ورځ ووئيل هېواد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس د لاسه نور كسان مړه شوي چې ورسره ګرد هېواد كښې د مړو شويو مجموعي شمېره 549،924 ته رسېدلې۔ د روغتيا وزارت وئيلي چې د كورونا وائرس نور 18،129 نوي كېسونه رامخې ته شوي دي۔ په مجموعي توګه د كورونا وائرس كېسونو مجموعي شمېره تر دې دمه 19،688،663 ته رسېدلې ده۔ برازيل دا مهال د امريكا نه وروسته د دې وباﺀ د لاسه د مړو كسانو زياتې شمېرې سره د نړۍ دوهم هېواد دے۔ د برازيل د روغتيا وزارت وېنا ده چې ګرد هېواد كښې د كورونا و ائرس د نوې چپې له امله روغتونونه د رنځورانو نه ډك شوي ۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د تېر خالي ورځې پورې برازيل كښې .6132 ملینه نه زيات وګړو ته د كورونا وېكسين اولنې خوراك او 37.4 ملینه وګړو ته د ويكسين دواړه خوراكونه وركړې شوي دي۔