مخدوم شاہ محمود قرېشي د چین دوه ورځنۍ دوره ترسره كولو نه پس بېرته وطن ته راروان شو

APP44-240721 CHENGDU: July 24 - Foreign Minister Makhdoom Shah Mahmood Qureshi warmly receiving by Chinese State Councilor and Foreign Minister Wang Yi during his visit to China. APP

اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي د چین دوه ورځنۍ دوره ترسره كولو نه پس بېرته وطن ته راروان شوې۔ په چېنګډو هوائي مېدان چين كښې د پاكستان سفير د چين وزارت لوړو پورو خارجه وزير ته مخه ښه ووئېل۔ خارجه وزیر د خپلې دورې په مهال د پاكستان او چين ترمېنځه د پلاويو په كچ مذكراتو كښې د پاكستاني پلاوي مشري كړې۔ خارجه وزير په دوه اړخيزه اړيكو٬ په پاك چين ستراتېژك شراكتدارۍ او ګڼ اړخيزه څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې ودې پحقله د پاكستان د عزم څرګندونه كړې۔ خارجه وزير د شريكې خوښې په اهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د پاكستان نقطه نظر وړاندې كړې٬ توقع ده چې د خارجه وزير دا دوره به د پاك چين لازوال دوستي لا مستحكم كولو لپاره مرستياله وګرځي۔