25 زره نه زياتو مېرمنو او 32 زره نه زياتو سړو د حج فريضه ترسره كړه

مکه معظمه 22 جولائي (اے پي پي) د مکه معظمه او مشاعر مقدسه رائل اتھارټۍ او د سعودي عرب د حج او عمره وزارت رپورټ له مخې سږ كال د حج په سيزن كښې 25 زره نه زياتو مېرمنو او د 32 زره نه زياتو سړو د حج فريضه ترسره كړې۔ ده ووئيل سږ كال په مجموعي توګه 58 زره 518 حج كوونكو رجسټرېشن كړې ٶ۔ په مجموعي توګه 25 زره 702 مېرمنو او 32 زره 816 سړو حج ادا كړو۔ د رپورټ له مخې د سعودي عرب د ځائي حاجيانو شمېره 33 زره وه چې پكښې 16 زره مېرمنې او 16 زره 753 سړي او پاتې 25 زره د نورو هېوادونو حاجيان شامل وو۔ حاجيان د څلور رنګه كارډونو سره په څلورو ډلو كښې تقسيم كړې شوې وو٬ د سور رنګ كارډز حاجيانو شمېره 16 زره 900٬ د شين رنګ 20 زره ٬ د اودي رنګ 12 زره 476 او د زيړ رنګ كارډ لرونكو حاجيانو شمېره 9 زره وه ۔ حاجيانو لپاره د لګولې شوې خيمو مجموعي شمېره 213 وه چې پكښې په منٰې او عرفات كښې 71٬ مزدلفه كښې 71 او په منيی ټاٶر كښې 848 كمرے عازمين حج لپاره مختص كړې شوې وې