تهران 22 فروري(اے پي پي)د وزیراعظم د خارجه چارو صلاحكار سرتاج عزیز د ایران دفاع وزير او لاجسټكس جنرال حسېن دهګان سره ليدلي دي ۔ په دې موقع د دفاع سېكتر لېفټېننټ جنرال (ر) ضمير الحسن شاه هم خارجه صلاحكار سره ملګرې ٶه۔ د پاك ايران پولو په دواړو اړخو امنيت ټينګولو له دګامونو پورته كولو جاج واخستې شو او په دې خبره سلا راغله چې د سرحدي امنيتي كمېسون …
سرتاج عزیز د ایران دفاع وزير او لاجسټكس جنرال حسېن دهګان سره وليدل

مزید خبریں
تهران 22 فروري(اے پي پي)د وزیراعظم د خارجه چارو صلاحكار سرتاج عزیز د ایران دفاع وزير او لاجسټكس جنرال حسېن دهګان سره ليدلي دي ۔ په دې موقع د دفاع سېكتر لېفټېننټ جنرال (ر) ضمير الحسن شاه هم خارجه صلاحكار سره ملګرې ٶه۔ د پاك ايران پولو په دواړو اړخو امنيت ټينګولو له دګامونو پورته كولو جاج واخستې شو او په دې خبره سلا راغله چې د سرحدي امنيتي كمېسون غونډه به زر راوبللې شي دغسې چې دا خبره باوري كړې شي چې ترهه ګر او قاچاقبر په دواړو هېوادونو كښې كاروائۍ ونه كړې شي ۔په دې موقع د ګبد رمضان او من پشين دوه اضافي پوستو د جوړولو په پېشرفت هم خبرې وشوې۔ سرتاج عزیز د تهران تږ په مهال د ايران خارجه وزير جواد ظريف سره هم ملاقات كړې او په سيمه ايزو او نړيوالو چارو په خاص توګه د افغانستان د وضعې ئې هم جاج اخستې۔ د دې نه روستو د ايران خارجه وزير د سرتاج عزيز په درناوي كښې د ماسختن ميلمستيا هم وركړه۔










