لندن 07 مئی (اے پی پی) د برتانيې وزیراعظم بورس جانسن وئيلي دي حکومت له به لاك ډاوَن كښې هر ډول نرمی كولو كښې زيات احتیاط كول وي، 10 ډاوَننګ سټريټ له مخې وزیراعظم د خپلې کابینې غونډې ته وينا كښې ووئيل حکومت به داسې څه هم نه كوي چې ورسره د وباﺀ له امله کیسونو كښې په دويم ځل خراب صورتحال سره مخ شي۔ ده ووئيل هر قدم به …
لاك ډاوَن كښې نرمی به د زيات احتیاط سره كول وي، د برتانيې وزیر اعظم
لندن 07 مئی (اے پی پی) د برتانيې وزیراعظم بورس جانسن وئيلي دي حکومت له به لاك ډاوَن كښې هر ډول نرمی كولو كښې زيات احتیاط كول وي، 10 ډاوَننګ سټريټ له مخې وزیراعظم د خپلې کابینې غونډې ته وينا كښې ووئيل حکومت به داسې څه هم نه كوي چې ورسره د وباﺀ له امله کیسونو كښې په دويم ځل خراب صورتحال سره مخ شي۔ ده ووئيل هر قدم به د سائنس او ډيټا په بنیاد او معاونت پورته كولې شي۔ د برتانيې وزیر اعظم څوك چې پخپله هم د دې وائرس ښکار شوے ؤ ، ووئيل حکومت سماجی لري والې كښې د کمی اثرات په غور سره ګوري او كه حاجت پيښ شو نو په دې بنديزونو كښې به نوره هم سختي كولې شي۔ د ميډيا له مخې د دې خبرې امکان دے چې د برتانيې حکومت د اړخه راروانه اوونۍ كښې لاك ډاؤن كښې كمې وكړې شي خو دا نرمي به زياته محدود وي











