بحرین 07 مئی (اے پی پی) بحرین د كورونا وائرس خپريدو مخنيوي لپاره لګولې شوو بنديزونو كښې د نرميۍ كولو اعلان كړے۔ العریبیه نیوز له مخې د روغتيا وزارت چارواكو خبرې كنفرنس كښې ووئيل بحرین كښې به دكانونه پرانستلې شي او ریسټورنټس به بند وي۔ د روغتيا وزارت چارواكو ووئيل كوم دكانونه يا ادارې چې پرانستلې شي د هغې د ملازمانو او صارفینو لپاره لازمی ده چې د ماسك اچوي …
بحرین كښې د دكانونو پرانستلو اعلان
بحرین 07 مئی (اے پی پی) بحرین د كورونا وائرس خپريدو مخنيوي لپاره لګولې شوو بنديزونو كښې د نرميۍ كولو اعلان كړے۔ العریبیه نیوز له مخې د روغتيا وزارت چارواكو خبرې كنفرنس كښې ووئيل بحرین كښې به دكانونه پرانستلې شي او ریسټورنټس به بند وي۔ د روغتيا وزارت چارواكو ووئيل كوم دكانونه يا ادارې چې پرانستلې شي د هغې د ملازمانو او صارفینو لپاره لازمی ده چې د ماسك اچوي او په سماجی فاصله عمل وكړي۔ چارواكو له مخې سنیما ګھر، سپورټس مركزونه او سیلون به بند وي۔ دا خبره دې ياده وي بحرین كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه 8 كسان مړه شوي دغسې د ځپلې شوو كسانو شميره درې زره 720 ته رسيدلې ده











