امریكا كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره پرله پسې زياتيږي، د وائرس له امله د مړو شميره 75 زره ته ورسيده

واشنګټن 07 مئی (اے پی پی)امریكا كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره پرله پسې زياتيږي،د وائرس له امله تر اوسه 75 زره كسان مړه شوي۔ د زيارت په ورځ د امریكې ميډيا له مخې هيواد كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو مجموعی شميره دا مهال 1263183 ته رسيدلې كومه چې د نړۍ د نورو هيوادونو په مقابل كښې تر ټولو زياته ده۔ جان …

واشنګټن 07 مئی (اے پی پی)امریكا كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره پرله پسې زياتيږي،د وائرس له امله تر اوسه 75 زره كسان مړه شوي۔ د زيارت په ورځ د امریكې ميډيا له مخې هيواد كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو مجموعی شميره دا مهال 1263183 ته رسيدلې كومه چې د نړۍ د نورو هيوادونو په مقابل كښې تر ټولو زياته ده۔ جان هاپكنز پوهنتون له مخې كورونا وائرس له امله امریكا كښې تر اوسه 74807 څخه زيات كسان مړه شوي۔هيواد كښې د كورونا وائرس له امله د ښه شوو كسانو شميره 213084 ته رسيدلې۔ امریكا كښې دا مهال د كورونا وائرس 975292 رنځوران بستر دي۔ دا خبره د يادونې وړ ده ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس مصدقه رنځورانو شميره 38 لكه هڅخه زياته شوې او د مړو كسانو مجموعی شميره دوه لاكهه 65 څخه زياته ده۔ برتانیه كښې د كورونا وائرس له امله نور 649 كسان مړه شوي ٬ دې سره په هيواد كښې د مړو شويو شميره 30 زره څخه زياته شوې ده