ټوکيو06 مئي (اے پي پي) د جاپان د صحت وزارت خپلو وګړو لپاره د کرونا وائرس ټېسټ اجازې وركولو لپاره شرائط بدل كړي۔ د نړيوالې ميډيا راپور له مخې د شورو په ورځ د جاپان چارواكو ووئيل كوم كسان چې دا شك لري چې ھغوي د كرونا وائرس څخه ځپلې شوي، ھغوې دې اول د صحت ځائي دفترو مشاورتي مركزونو سره رابطه وكړي كه ډاكټر ضروري ګڼي نو دوي به …
د جاپان د صحت وزارت د کرونا وائرس ټېسټ شرائط بدل كړل
ټوکيو06 مئي (اے پي پي) د جاپان د صحت وزارت خپلو وګړو لپاره د کرونا وائرس ټېسټ اجازې وركولو لپاره شرائط بدل كړي۔ د نړيوالې ميډيا راپور له مخې د شورو په ورځ د جاپان چارواكو ووئيل كوم كسان چې دا شك لري چې ھغوي د كرونا وائرس څخه ځپلې شوي، ھغوې دې اول د صحت ځائي دفترو مشاورتي مركزونو سره رابطه وكړي كه ډاكټر ضروري ګڼي نو دوي به بيا خپل ټسېت كولې شي۔ د صحت وزارت د لارښونې اصولو له مخې كه د چا د څلورو ورځو نه زياته شېبره تبه وي نو بايد ھغوي د ټېلي فون د لارې تماس اونيسي او د دې نه علاوه كه په سا اخستو كښې ورته تكليف وي ٬ زيات ستړے وي يا د شېبرې تبې علامات لري نو ھغوي دې په سمدستي توګه طبي چارواكو سره تماس اونيسي۔ سپين ګيري كه په هر ډول رنځ اخته وي ھغوي هم د دې وائرس ښكار كېدې شي او ھغوي ته به هم د معمولي زكام٬ تبې يا ټوخي په علاماتو مشوره وركولې شي۔











