امريكا دې د تورونو لګولو لوبه بنده كړي او د كرونا وائرس مخ نيوي ته دې پام لرنه وكړي۔ د چين سفير کيوئي تيانکائي

واشنګټن 06 مئي (اے پي پي) امريکا كښې د چين سفير کيوئي تيانکائي وئيلي دي امريكا دې د تورونو لګولو لوبه بنده كړي او د كرونا وائرس مخ نيوي ته دې پام لرنه وكړي٬ كوم څخه چې 70 زره امريكنيان مړه شوي۔ د چين خبري اژانس له مخې سفير کيوئي تېره ورځ د امريكې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ كښې په خپور خپل بيان كښې وئيلي دي د كرونا وائرس جوړولو پحقله …

واشنګټن 06 مئي (اے پي پي) امريکا كښې د چين سفير کيوئي تيانکائي وئيلي دي امريكا دې د تورونو لګولو لوبه بنده كړي او د كرونا وائرس مخ نيوي ته دې پام لرنه وكړي٬ كوم څخه چې 70 زره امريكنيان مړه شوي۔ د چين خبري اژانس له مخې سفير کيوئي تېره ورځ د امريكې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ كښې په خپور خپل بيان كښې وئيلي دي د كرونا وائرس جوړولو پحقله په چين د تورونو لګولو څخه به دا وباء ختمه نه شي،د دې برعكس د ذهني سوچ څخه راپېدا شوې خطرې د چين او امريکې اړيكو او د رنځ مخ نيوي لپاره هڅو ته ماتې وركولو، د نړيوال معيشت بيا راژوندې كولو لپاره همكارۍ او په نورو چېلنجونو قابو موندلو لپاره زمونږ صلاحيت او د غوره سباٶن امكاناتو ته زيان رسوي۔ ده ووئيل عمر له چين تورن ګرځول د بدترين سياست يو قسم دے كوم چې ځينې خلق سياسي ګټې لپاره كاروي او امريكا د چين د دې حقيقت نه پرته چې چين د جنورۍ نه پس د دې رنځ په ضد سخت جنګ كړے او په دې كښې ئې د ذكر وړ پېشرفت هم كړے ناسمه ثابتوي۔ ده ووئيل مونږ د دې خبرې نه سرغړونه نه كوٶ چې د كرونا وائرس وړومبنې كېس د چين په ووهان ولايت كښې راپور شوے خو د دې مطلب دا نه دے چې ووهان د كرونا وائرس وړومبنې ښكار ٶ او ځپلې هېواد څخه د قيمت ادا كولو غوښتنه خندنۍ ده او كه د دې كوم منطق وي نو بيا د سوائن فلو او اېچ آئي وي اېډز څخه د شوو مرګونو تلافي به څوك كوي او څوك به د كال 2008 د مالي بحران څخه د پېدا شوې لوي زيان قيمت ادا كوي۔ ده ووئيل چين د کرونا وائرس مخ نيوي لپاره سخت اقدامات كړي او زياتې قربانۍ ئې وركړي او يوازې دا نه بلكې چين نړۍ ته د كرونا وائرس پحقله معلومات هم وركړي