اټاليا كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 29 زره څخه زياته شوه

روم 06 مئی (اے پی پی) اټاليا كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 29 زره څخه زياته شوې۔ د شورو په ورځ ځائې ميډيا له مخې هيواد كښې تر اوسه 213013 كسان د كورونا وائرس له امله ځپلې شوي۔ ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله امریكا او برتانيه نه پس زيات كسان په اټاليا كښې مړه شوي۔ د اټاليا شهري سكیورټی محكمې مشر ینجیلو بوریل …

روم 06 مئی (اے پی پی) اټاليا كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 29 زره څخه زياته شوې۔ د شورو په ورځ ځائې ميډيا له مخې هيواد كښې تر اوسه 213013 كسان د كورونا وائرس له امله ځپلې شوي۔ ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله امریكا او برتانيه نه پس زيات كسان په اټاليا كښې مړه شوي۔ د اټاليا شهري سكیورټی محكمې مشر ینجیلو بوریل ميډيا ته ووئيل د تيرو 24 ساعتو په مهال هيواد كښې د كورونا وائرس له امله 236 كسان مړه شوي۔ اټاليا كښې د كورونا وائرس زر څخه زيات نوي كيسونه رامخې ته شوي ۔هيواد كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلې شوو رنځورانو شميره 213013 ته رسيدلې۔ چارواكو ووئيل اټاليا كښې تر اوسه د كورونا وائرس 82879 رنځوران ښه شوي۔ د كورونا وائرس مخ نيوي لپاره اټاليا كښې د 10 مارچ راهسې نافذ ټول هيواد كښې لاك ډاوَن تر 3 مئی پراخه كړې شوے كوم كښې چې دا مهال نرمي شوې ده۔ دا خبره دې ياده وي اټاليا كښې د كورونا وائرس وړومبې كيس په 21 فروری رامخې ته شوے ؤ