امریكا كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 72 زره څخه زياته شوه

واشنګټن 06 مئی (اے پی پی) امریكا كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 72 زره څخه زياته شوې۔ د شورو په ورځ د امریكې ميډيا له مخې هيواد كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 72271 ته رسيدلې ۔ امریكا كښې د كورونا وائرس رنځورانو شميره 1237633 ته رسيدلې ۔ چې بكښې 9 لكهه 64 زره څخه زيات بستر دي۔ امریكا كښې تر ټولو زيات …

واشنګټن 06 مئی (اے پی پی) امریكا كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 72 زره څخه زياته شوې۔ د شورو په ورځ د امریكې ميډيا له مخې هيواد كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 72271 ته رسيدلې ۔ امریكا كښې د كورونا وائرس رنځورانو شميره 1237633 ته رسيدلې ۔ چې بكښې 9 لكهه 64 زره څخه زيات بستر دي۔ امریكا كښې تر ټولو زيات كسان نیویارك كښې مړه شوي چرته چې تر اوسه ګڼ كسان مړه شوي۔بلخوا د امریكې لوئیزوانا رياست كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 2042 ته رسيدلې ۔ د روغتيا څانكې له مخې ریاست كښې د كورونا وائرس 323 نوې كیسونه رامخې ته شوي او دې نه پس د ځپليو شميره 29996 ته رسيدلې ۔ ریاست كښې تر اوسه د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 2042 ته رسيدلې ۔ ریاست كښې د كورونا وائرس وړومبې كیس په 09 مارچ رامخې ته شوے ؤ