مصر، سيناﺀ سيمه كښې د ترهګرو په ضد كارروائي ، 15 عسكر مړه

قاهرہ ۔ 5 مئی (اے پی پی) د مصري پوځ په سيناﺀ سيمه كښې د ترهګرو په ضد كارروائۍ كښې 15 عسكر مړه شوي۔ د مصري پوځ وياند طمير الارفاني په تحريري اعلان كښې وئيلي دي د مصري پوځ بېلو ډلو په تېرو څو ورځو كښې د سيناﺀ په منځنۍ او قطبي سيمو كښې د 22 چھاپو او 16 آپرېشنونو په مهال 126 عسکریت خوښي وژلې وو او غزه پولې …

قاهرہ ۔ 5 مئی (اے پی پی) د مصري پوځ په سيناﺀ سيمه كښې د ترهګرو په ضد كارروائۍ كښې 15 عسكر مړه شوي۔ د مصري پوځ وياند طمير الارفاني په تحريري اعلان كښې وئيلي دي د مصري پوځ بېلو ډلو په تېرو څو ورځو كښې د سيناﺀ په منځنۍ او قطبي سيمو كښې د 22 چھاپو او 16 آپرېشنونو په مهال 126 عسکریت خوښي وژلې وو او غزه پولې سره نزدې 8 مائينونه ئې شنډ كړې وو۔ د دې آپرېشنونو په مهال عسكريت خوښو سره نښتو كښې 15 عسكر مړه او يو شمېر نور ژوبل شوي دي۔ دغسې د عسكريت خوښو 228 پټ ځايونه فضائي كارروائيو كښې ويجاړ او 226 كسان نيولې شوي دي۔