پاکستان د کورونا وائرس خپرېدو مخنيوي له په زړه پورې كار كړے۔ سفير اسد مجيد خان

نیویارک ۔ 4 مئی (اے پی پی) امریکا كښې د پاكستان سفير اسد مجيد خان وئيلي دي د پاكستان لخوا په لويه كچه پورته كړو ګامونو سره د كورونا وائرس خپرېدو مخ نېوي له مرسته ترلاسه شوې ۔ امريكا كښې د پاكستان سفير وال اسټريټ جرنل ته ووئيل وبائي رنځ څخه رامخې ته شوې ستونزه نامناسبه وخت كښې راغلې ولې چې زمونږ هېواد كښې د اقتصادي اصلاحاتو په نتيجه كښې …

نیویارک ۔ 4 مئی (اے پی پی) امریکا كښې د پاكستان سفير اسد مجيد خان وئيلي دي د پاكستان لخوا په لويه كچه پورته كړو ګامونو سره د كورونا وائرس خپرېدو مخ نېوي له مرسته ترلاسه شوې ۔ امريكا كښې د پاكستان سفير وال اسټريټ جرنل ته ووئيل وبائي رنځ څخه رامخې ته شوې ستونزه نامناسبه وخت كښې راغلې ولې چې زمونږ هېواد كښې د اقتصادي اصلاحاتو په نتيجه كښې برآمدات په تندۍ زياتېدل پېل شوي وو۔ د زر مبادله شرح مستحكم وه او صنعتي هلې ځلې زياتې شوې وې۔ د اتوار په ورځ خپله مركه كښې ده ووئيل مونږ تر معقول حده د غوره كاركردګۍ څرګندونه كولو سره په وائرس قابو وموندلو ولې بيا هم د دې معاشي اثرات مخ په زياتېدو دي۔ له دې كبله زمونږ وزيراعظم عمران خان پرمختګ كوؤنكو هېوادونو لپاره د زياتې مالي مرستې ملاتړ كوي۔ د دې پوښتنې په ځواب كښې چې آيا كورونا وائرس سره اړوندې چارې د پاكستان د روغتيا په نظام اغېز پرېباسي ده ووئيل مونږ په لويه كچه ګامونه پورته كړي د هېواد دننه او بهر څخه راتلونكي پروازونه مو بند كړي ٬ سكولونه مو بند كړي ، دفترونو كښې روټېشن او ټول غېر ضروري خذمات هم محدود كرې شوي چې لا امله ئې په وباﺀ قابو موندلو له ښكاره مرسته ترلاسه شوې ۔ دغسې رېلوے كوچز ٬ هوټلې او د لوبو مېدانونه په قرنطينه بدل كړې شوي دغسې چې د ضرورت په وخت وكارولې شي۔ د دې پوښتنې په ځواب كښې چې آيا پاكستاني وګړي په معاشرتي فاصلاتي تقاضو او نورو اقداماتو عمل كوي سفير ووئيل د هغوي اوس عادت جوړېږي۔ په اول اول كښې شايد وګړي د دې رنځ د شدت او د دې بل ته د منتقل كېدو نه خبر نه وو ، ولې د وباﺀ سره د اړوندو چارو لا په ډاګه كېدو سره تول صوبائې حكومتونه او سياسي ګوندونه يو موټې شوي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې د پاكستان سفير ووئيل ټول هېوادونه د نورو ممكنه وبائي مرضونو مقابلې له زده كړه كوي او اوښيارېږي۔ د ګردې نړۍ پوهان هره ورځ يو بل سره غوره تګلارې ٬ تجربې او ويژن شيئر كوي۔ د کووډـ19 ابدي ميراث به هغه صلاحيت وي چې ورسره مونږ ټېلی مواصلات ، ټېلی زده كړې او ټېلي رابطې جوړولو سره او نړۍ ته د رسېدو تګلارې لټولې۔ ده ووئيل نړيواله ورورولي هم يو موټې كېدو پلو روانه ده۔