اسلام آباد 04 جنوري(اے پي پي) د پاکستان مسلم لیګ (ن ) لارښود طارق فضل چوهدري وئيلي دي چې مونږ به عدالت او اولس مطمئن كړو ٬ تحریك انصاف دې پرېكړه وكړي چې مونږ سره په كوم پېچ لوبه كول غواړي۔ د سترې محكمې بهر ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل قام د ډېرو ورځو راهسې دعاګانې كولې او لوي څښتن د رحمت باران وكړو او ستره محكمه كښې نوي …
تحریك انصاف دې پرېكړه وكړي چې مونږ سره په كوم پېچ لوبه كول غواړي

مزید خبریں
اسلام آباد 04 جنوري(اے پي پي) د پاکستان مسلم لیګ (ن ) لارښود طارق فضل چوهدري وئيلي دي چې مونږ به عدالت او اولس مطمئن كړو ٬ تحریك انصاف دې پرېكړه وكړي چې مونږ سره په كوم پېچ لوبه كول غواړي۔ د سترې محكمې بهر ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل قام د ډېرو ورځو راهسې دعاګانې كولې او لوي څښتن د رحمت باران وكړو او ستره محكمه كښې نوي بنچ د پانامه كېس سماعت بيا پېل كړو د كوم اورېدنې پرېكړه چې د هرې ورځ بنياد شوے او مسلم لیګ (ن ) دا خبره خوشينه ګڼي۔ ده ووئيل د مسلم لیګ (ن ) ټول مشران په دې خبره مطمئن دي چې اورېدنه يو ځل بيا پېل شوې۔ ده ووئيل د پي ټي آئي نه سوا ټول قام او مسلم ليګ (ن) په سپريم كورټ باور لري۔ ډاكټر طارق فضل چوهدري ووئيل چې د تحريك انصاف مشران دې پرېكړه وكړي چې ھغوي مونږ سره په كوم پېچ لوبه كول غواړي٬ پي ټي آئي كنفيوز ګوند ښكاري۔ ده ووئيل د پاکستان عدالتونه خپلواكه دي او مونږ د پاكستان د عدليې عزت كوٶ۔ ده ووئيل د پانامه کېس پرېكړې نه پس به د تحريك انصاف لخوا اقتدار په ناسمه توګه د ترلاسه كولو هڅه آخري هڅه ثابت شي۔










