
ریاض 02 اګست (اے پي پي) د سعودي عربستان د عسير سيمې ګورنر شهزاده خالد بن سلطان د صحرائي كار رېس “عسير رېلي 2019” پرانسته كړې ده ۔ د سعودي د خپرونو ادارې له مخې په عسير رېلي 2019 كښې په وړومبې ځل يوه عربهه مېرمن ډرائيوره برخه اخلي چې تعلق ئې مصر سره دے٬ یارا شلبي د مصر قاهره ښار سره تعلق لري او آئي ټي سپېشلسټ ده۔ د رېس په وړومبي پړاٶ كښې به 105 كلوميټره رېس كېږي چې پكښې به 45 ډرائيوران برخه اخلي۔ دوېم پړاٶ به د 90 كلوميټرو وي او دا به په ابها ښار كښې ختمېږي۔ د يادونې وړ ده دا رېس د سعودي كار اېنډ موټرسائيكل يونين كوي چې پكښې زياتره د سعودي ډرائيوران ګډون كوي