په وېمن اېشز سېريز كښې به د انګلستان او د آسټراليا د كركټ لوبډلو ترمېنځه وروستې ټي ټونټي مېچ ﴿سبا﴾ كېږي

برسټول 29 جولائي (اے پي پي) په وېمن اېشز سېريز كښې به د انګلستان او د آسټراليا د كركټ لوبډلو ترمېنځه وروستې ټي ټونټي مېچ ﴿سبا﴾ د شورو په ورځ په برسټول كښې كېږي۔ د آسراليا لوبډلې په اېشز سېريز كښې لا تر اوسه ماتې نه ده خوړلې٬ وړومبې ئې د يو ورځنو مېچونو سېريز وګټلو او ټېسټ مېچ ډرا كېدو سره ئې د ټائټل دفاع كړې۔ په ټي ټونټي سېريز كښې ئې هم وړومبي دوه مېچونه ګټلي دي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه درېم او وروستې ټونټي مېچ به ﴿سبا﴾ د شورو په ورځ كېږي۔