افغانستان كښې چاؤدنه، د يو عسكر پشمول 12 كسان مړه، 20 ژوبل

كابل 25 جولائی (اے پی پی) د افغانستان پايه تخت كابل كښې د زيارت په ورځ دوه ځانمرګي بريدونو پشمول درې چاؤدنو كښې د يو عسكر پشمول 5 كسان مړه 20 ژوبل شوې دي۔ د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحیمی له مخې د پايه تخت كابل ختيزه سيمه كښې وړومبۍ چاؤدنه هغه وخت ووشه كله چې په موټر سائیكل ناست يو تن معدنیات او پیټرولیم وزارت بس …

كابل 25 جولائی (اے پی پی) د افغانستان پايه تخت كابل كښې د زيارت په ورځ دوه ځانمرګي بريدونو پشمول درې چاؤدنو كښې د يو عسكر پشمول 5 كسان مړه 20 ژوبل شوې دي۔ د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحیمی له مخې د پايه تخت كابل ختيزه سيمه كښې وړومبۍ چاؤدنه هغه وخت ووشه كله چې په موټر سائیكل ناست يو تن معدنیات او پیټرولیم وزارت بس سره په ټكر شو چې په نتيجه كښې ئې 5 كسان مړه او ګڼ ژوبل شوې دي۔ ده ووئيل په ژوبل شويو كښې د ځينو حالت اندېښمن دې۔ ده ووئيل په يوه بله چاؤدنه كښې ځانمرګي بريد كونكې د چاؤديدونكو توكو څخه ډك ګاړې د ناټو پوځي ډلې سره په ټكر كړو ، كومه كښې چې د كروشیا څخه تعلق لرونكې يو عسكر مړ او دوه ژوبل شوې دي۔ دريمه چاؤدنه كښې يو بريد كونكې يو ګاړې په نښه كړې چې په نتيجه كښې ئې 6 كسان مړه شوې دي۔ دا خبره دې ياده وي چې دا چاؤدنې په داسې وخت كښې شوې كله چې د امریكې جوئنټ چیف آف سټاف جنرل جوزف ډنفور كابل كښې د امریكې او ناټو چارواكو سره ملاقاتونه كول

مزید خبریں