د جوډو قومي لوبډله به راتلونكې مياشت په نړيوال جوډو چېمپئن شپ كښې ګډون كوي

اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي) د جوډو قومي لوبډله به راتلونكې مياشت په نړيوال جوډو چېمپئن شپ كښې ګډون كوي۔ د پاكستان جوډو فېډرېشن نائب صدر او مېډيا ډائرېكټر مسعود احمد خان اے پي پي ته ووئيل چې چېمپئن شپ به د 22م اګست نه د اګست تر 28مه نېټه د جاپان په پلازمينه ټوكيو كښې كېږي۔ ده ووئيل چې د لوبغاړو د تربيې پروګرام روان دے٬ ايونټ لپاره به د پاكستان څلور لوبغاړي ځي۔