د سعودي كابينې د تجارتي مركزونو 24 ساعته د پرانستلو اجازه وركړه

مکه مکرمه 17 جولائي (اے پي پي) د سعودي كابينې د تجارتي مركزونو او رېستوران 24 ساعته د پرانستلو په مشروط توګه اجازه وركړې ده ۔ ميډيا له مخې د سعودي كابينې وېنا ده چې 24 ساعته به ھغه د تجارتي هلو ځلو ھغه مركزونو ته اجازه وركولې شي د كومې چې د بلديات او كليوالو چارو وزارت وركوي او كومې لپاره چې به ټاكلې فيس ادا كول وي۔ کابينې …

مکه مکرمه 17 جولائي (اے پي پي) د سعودي كابينې د تجارتي مركزونو او رېستوران 24 ساعته د پرانستلو په مشروط توګه اجازه وركړې ده ۔ ميډيا له مخې د سعودي كابينې وېنا ده چې 24 ساعته به ھغه د تجارتي هلو ځلو ھغه مركزونو ته اجازه وركولې شي د كومې چې د بلديات او كليوالو چارو وزارت وركوي او كومې لپاره چې به ټاكلې فيس ادا كول وي۔ کابينې وئيلي دي دا اجازه د مفاد عامه له مخې وركړې شوې ٬ ھغه تجارتي مركزونو چې د هېواد او قام ورته 24 ساعته حاجت وي دا آسانۍ وركولې شي۔ د بلديات او كليوالو چارو لنډ مهاله وزير ماجد القصبي د كابينې د پرېكړې پحقله ميډيا ته ووېيل دې پرېكړې سره به په ښارونو كښې مېشته وګړو ته آسانۍ ترلاسه شي او سوداګرو ته به د كاروبار خپرولو او د زياتو كاروباري موقعو څخه په ګټه پورته كولو لپاره مرسته ترلاسه شي

مزید خبریں