اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پي﴾ د هند ټائمز آف انډيا ورځپاڼې په خپل مضمون كښې وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان د كاميابې خارجه پالېسې له امله هند د افغانستان د امن په عمل كښې دېوال سره په لګېدو مجبور شوے٬ په افغانستان كښې د اربونو ډالرو د سرمايه كارې سره هم د افغانستان د امن په عمل كښې د هند كوم كردار نشته٬ د افغانستان په …
د وزيراعظم عمران خان د كاميابې خارجه پالېسې له امله هند د افغانستان د امن په عمل كښې دېوال سره په لګېدو مجبور شوے

مزید خبریں
اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پي﴾ د هند ټائمز آف انډيا ورځپاڼې په خپل مضمون كښې وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان د كاميابې خارجه پالېسې له امله هند د افغانستان د امن په عمل كښې دېوال سره په لګېدو مجبور شوے٬ په افغانستان كښې د اربونو ډالرو د سرمايه كارې سره هم د افغانستان د امن په عمل كښې د هند كوم كردار نشته٬ د افغانستان په امن عمل كښې پاكستان مركزي حيثيت اختيار كړے او د هند مېډيا د دې څرګند اعتراف كوي٬ د هند ټائمز آف انډيا ورځپاڼې د افغانستان د امن په عمل كښې د پاكستان په مركزي كردار او د هند په مكمل اخراج تفصيلي مضمون ليكلې چې پاكستان هند د افغان د امن عمل نه بهر كړے٬ پاكستان روسيې٬ چين او امريكې سره د پوره عمل په مركزي سټېج ناست دے۔ سره د ژورو مفاداتو هند په مكمل توګه نظر انداز كړے شوے۔ په مضمون كښې ليكل شوي دي د افغان د امن په ټول عمل كښې نه خو هندي ښكاري او نه ئې د اندېښنو كومه نښه په نظر راځي۔ ورځپاڼې ليكلي دي د امريكې د خارجه وزير لخوا د نوي ډيلي د دورې په موقع هند د خپلو اندېښو څرګندونه كړې وه٬ هند افغان امن عمل لپاره د امريكې خاص استازي زلمي خليل زاد او د روسيې چارواكو ته هم خپل نظر وړاندے كړے خو دوي ئې پروا نه ده كړې۔ د تېرو 18 كلونو په مهال هندي سركار په افغانستان كښې لويه سرمايه كاري كړې۔ ورځپاڼې ليكلي دي چې پاكستان د صورتحال نه مكمل مطمئن دے او پوره خوشحال په نظر راځي۔ امريكا او اتحاديان سعودي٬ امارات او قطر د پاكستان بشپړه مرسته كوي۔ ورځپاڼې ليكلي دي چې نور خو پرېږده آئي اېم اېف هم پاكستان لپاره د مرستې پېكج جاري كړے او يوازې دا نه بلكې راتلونلې اونۍ د امريكې اولس مشر هم د پاكستاني وزيراعظم عمران خان د واشنګټن دورې په مهال د هغه تود هركلې









