ملګري ملتونه 16 جولائي (اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودهي وئيلي دي چې د پاكستان حكومت تر كال 2023م د غربت شرح د 24.3 فيصد نه كمولو سره 9 فيصد ته راوستلو لپاره جامع اقدامات كوي۔ هغې دا خبرې په ملګرو ملتونو كښې د پاكستاني مشن تر سيوري لاندې د هائي لېول پوليټكل فورم په موقع مذاكرې ته د وېنا كولو په …
د پاكستان حكومت تر كال 2023م د غربت شرح د 24.3 فيصد نه كمولو سره 9 فيصد ته راوستلو لپاره جامع اقدامات كوي

مزید خبریں
ملګري ملتونه 16 جولائي (اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودهي وئيلي دي چې د پاكستان حكومت تر كال 2023م د غربت شرح د 24.3 فيصد نه كمولو سره 9 فيصد ته راوستلو لپاره جامع اقدامات كوي۔ هغې دا خبرې په ملګرو ملتونو كښې د پاكستاني مشن تر سيوري لاندې د هائي لېول پوليټكل فورم په موقع مذاكرې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ په دې مذاكره كښې په قومي اسمبلۍ كښې د منصوبه بندې٬ پرمختګ او اصلاحاتو پارلماني سېكترې كنول شوذب٬ د قانون او انصاف پارلماني سېكترې مليكه بخاري او د قومي اسمبلۍ د قانون٬ انصاف او د پائيدار پرمختيائي اهدافو د كمېټې كنوينئر رياض فتيانه هم ګډون وكړو۔ په دې موقع د پاكستان استازې ډاكټر مليحه لودهي ووئيل چې په ټوله نړۍ كښې غربت د يو شمېر سماجي٬ معاشي٬ سياسي او سلامتي ستونزو له امله موجود دے۔ هغې ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د وزيراعظم جوړېدو نه پس قوم سره لوظ كړے و چې د غربت خاتمه به د ده وړومبې ترجيح وي او هغه په دې لړ كښې جامع هڅې كوي۔ وزيراعظم احساس پروګرام پېل كړے۔ هغې ووئيل چې پاكستان د تېرو څو كلونو په مهال د غربت په شرح كښې كمې راوستې دے









