د افغانستان د كركټ لوبغاړي ګلبدين نائب په يو ورځني نړيوال كركټ كښې زر منډې پوره كړې

ساؤتھمټن 25 جون (اے پي پي) د افغانستان د كركټ لوبډلې كپتان او آل راؤنډر لوبغاړي ګلبدين نائب په يو ورځني نړيوال كركټ كښې زر منډې پوره كړې۔ هغه دا اعزاز ترلاسه كوونكې لسم افغان لوبغاړې جوړ شوے۔ ده د بنګله دېش په ضد د نړيوال كركټ كپ ټورنامنټ په 31م مېچ كښې 47 منډې جوړولو سره دا اعزاز ترلاسه كړو۔ د افغانستان لخوا محمد شهزاد 2727 منډې جوړولو سره تر ټولو وړاندې دے۔