په 12م آئي سي سي نړيوال كركټ كپ ټورنامنټ كښې به ﴿نن﴾ د بنګله دېش او افغانستان ترمېنځه مېچ كېږي

ساؤتھمټن 23 جون (اے پي پي) په 12م آئي سي سي نړيوال كركټ كپ ټورنامنټ كښې به ﴿نن﴾ د ګل په ورځ د بنګله دېش او افغانستان ترمېنځه مېچ كېږي۔ بنګله دېشن ته ناك آؤټ پړاو ته رسېدو لپاره په دې مېچ كښې بريا لازمي ده۔ د افغانستان لوبډله د وړاندې نه پرله پسې په شپږو مېچونو كښې د ماتې خوړلو نه پس د ايونټ نه بهر شوې۔ د بنګله دېش لوبډلې په شپږو كښې دوه مېچونه ګټلي دي او پنځو پوائنټونو سره په ټېبل په شپږم نمبر ده۔