اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) په دوهم ټور دي خنجراب سائيكل رېس كښې ګډون كولو لپاره به د سري لنكا د سائيكلنګ لوبډله ﴿نن﴾ د ګل په ورځ پاكستان ته راورسي۔ د پاكستان سائيكلنګ فېډرېشن سېكتر سيد اظهر علي شاه له مخې د سري لنكا په لوبډله كښې به شپږ لوبغاړي او دوه آفشيلز شامل وي۔ دا لوبډله به د جون د 27مې نېټې نه د جون تر 30مه نېټه په ايونټ كښې ګډون كوي۔ په ايونټ كښې ګډون كولو لپاره د افغانستان لوبډله د وړاندې نه پاكستان ته رارسېدلې۔ په دې ايونټ كښې د پاكستان لس لوبډلې ګډون كوي۔