په آئي سي سي نړيوال كپ ټورنامنټ كښې به ﴿نن﴾ د آسټراليا او هند ترمېنځه مېچ كېږي

لندن 08 جون (اے پي پي﴾ په آئي سي سي نړيوال كپ ټورنامنټ كښې به ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ د آسټراليا او هند ترمېنځه مېچ كېږي۔ دا به د دې مېګا ايونټ 14م مېچ وي۔ مېچ به په لندن كښې د پاكستان په وخت ماسپښين دوه نيمې بجې پېل كېږي۔ په دې نړيوال ټورنامنټ كښې به پاكستان خپل څلورم مېچ د جون په 12مه نېټه د نړيوال چېمپئن آسټراليا په ضد ټونټن كښې كوي۔ دا مېچ به هم د پاكستان په وخت ماسښپين دوه نيمې بجې پېل كېږي۔