لاهور۔27 مئی(اے پی پی) د آئي سي سي كركټ ورلډ كپ په پېل كېدو كښې دوه ورځې پاتې شوې دي ۔ دا ورلډ كپ به انګلېنډ كښې 30 مئي څخه تر 14 جولائي دوام لري۔ د پاكستان او هند كركټ لوبډلو ترمينځھ مېچ به د جون په 16 مه نېټه اولډ ټرېفرډ كښې كولې شي۔ پاكستان به خپل اولنې مېچ په 31 مئي د وېسټ انډيز ٬ دوهم په 3 جون د انګلېنډ په ضد ټرېنټ برج ٬ درېم په 7 جون د سري لنكا په ضد برسټل ٬ څلورم مېچ په 12 جون د آسټرېلیا په ضد ټاؤنټن ، پينځم په 16 جون د هند په ضد اولډ ټرېفرډ ، شپږم به په 23 جون د سوئيلي افريقې په ضد لارډز كركټ ګراؤنډ٬ اووم د نیوزی لېنډ په ضد په 26جون ایجباسټن ، اتم مېچ په 29 جون د افغانستان په ضدهېډنګلے او نهم مېچ د بنګله دېش په ضد لارډز كركټ ګراؤنډ كښې په 5 جولائي كېږي