د راروانو درې نه تر څلور ورځو او د وړوكي اختر په مهال د موسم ګرم او خشك پاتې كېدو امكان دے۔ د موسميات محكمه

لاہور۔27 مئی(اے پی پی ) موسميات محكمې د راروانو درېو نه تر څلورو ورځو او د وړوكي اختر په مهال د موسم ګرم او اوچ پاتې كېدو او درجه حرات كښې د زياتوالي امكان ښكاره كړې دې۔ د موسميات محكمې وياند ترمخه د ګل په ورځ د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم ګرم او اوچ ؤ ۔ نن د نهې په ورځ به هم د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم ګرم او اوچ او سوئيلي پنجاب كښې به زيات ګرم وي۔ دې نه ځانله تېره ورځ د لاهور لږ تر لږه درجه حرارت 25 ډګري سېنټي ګرېډ او زياتو نه زيات 40 ډګري سېنټي ګرېډ ريكارډ كړې شوې۔