اسلام آباد 04 اپرېل (اے پي پي)د بين الصوبائي رابطو وفاقي وزيرې ډاكټر فهميده مرزا وئېلي دي چې په هېواد كښې د سېلګرۍ ودې لپاره پاكستان ټريول ايجنټ اېسوسي اېشن مهم كردار لري٬د وزيراعظم د ويژن له مخې حكومت د سېلګرۍ ودې له مثبت اقدامات كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د زيارت په ورځ د پاكستان ټريول ايجنټ اېسوسي اېشن پلاوي سره د ملاقات په مهال كړې۔د ملاقات په موقع …
وفاقي وزيرې ډاكټر فهميدا مرزا د پاكستان ټريول ايجنټ اېسوسي اېشن پلاوي سره خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 04 اپرېل (اے پي پي)د بين الصوبائي رابطو وفاقي وزيرې ډاكټر فهميده مرزا وئېلي دي چې په هېواد كښې د سېلګرۍ ودې لپاره پاكستان ټريول ايجنټ اېسوسي اېشن مهم كردار لري٬د وزيراعظم د ويژن له مخې حكومت د سېلګرۍ ودې له مثبت اقدامات كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د زيارت په ورځ د پاكستان ټريول ايجنټ اېسوسي اېشن پلاوي سره د ملاقات په مهال كړې۔د ملاقات په موقع د ټريولز ايجنټ اېسوسي اېشن استازو د ټريول ايجنسو او ټور آپرېټنګ په اړه مسئلې پھ ګوته كړې۔ډاكټر فهميده مرزا ووئيل چې په هېواد كښې د سېلګرۍ ودې لپاره پاكستان ټريول ايجنټ اېسوسي اېشن مهم كردار لري٬ د وزيراعظم د ويژن له مخې حكومت د سېلګرۍ ودې له مثبت اقدامات كوي۔د سېلګرۍ ودې لپاره د ټول سټيك هولډرز رائے مهمې دې۔د ټريولر ايجنټ اېسوسي اېشن صدر ووئيل چې حكومت د سېلګرۍ ودې لپاره مثبت اقدامات كوي۔د حكومت لخوا پھ ويزا پالېسۍ كښې د نرمۍ سره به په هېواد كښې سېلګرۍ ته وده ترلاسه شي۔وفاقي وزيرې د مسئلو په ګوته كولو د ټريولز ايجنټ اېسوسي اېشن استازو مننه وكړه او د مسئلو حل كولو له ئې د مرسته باور وركړو۔په دې مهال بين الصوبائي رابطه پارليماني سېكترې صائمه نديم٬بين الصوبائي رابطه اسپېشل سېكتر تسنيم رحمان او بين الصوبائي رابطه سېكتر اكبر دوراني هم موجود ؤ











