ملتان ۔ 31 مارچ(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي په نېشنل سېكورټي د بلاول بھټو او شهباز شريف په شمول د ټولو ګوندونو مشرانو ته د خبرو كولو بلنه وركړې ده۔ ده ووئيل د هېواد ګټې له به ټولو له يو موټې كېدل وي۔ عمران خان نه د ډيل قائل دې او نه د ډھيل۔ د سندھ اسمبلۍ پارلماني ګوندونو وزيراعظم د صوبائي حكومت په اړه خپلو تحفظاتو …
په نېشنل سېكورټي د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د بلاول بھټو او شهباز شريف په شمول د ټولو ګوندونو مشرانو ته د خبرو كولو بلنه ٬ بلاول بھټو ته وايم دا مهال بايد ټول د رېډ لائن خيال وساتي۔ په نېشنل سېكورټي ټولو ته د يو ځائې كېدو بلنه وركوم۔ د وخت او حالاتو غوښتنه ده چې ټولو له به يو ځائې كېدل وي۔ عمران خان نه د ډيل قائل دې او نه د ډھيل۔ د سندھ اسمبلۍ پارلماني ګوندونو وزيراعظم د صوبائي حكومت په اړه خپلو تحفظاتو څخه خبر كړې دې۔ د تهمینه جنجوعه ريټائرمنټ څخه وروستو به سهيل محمود نوې خارجه سېكتر وي۔ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي ميډيا سره خبرې

مزید خبریں
ملتان ۔ 31 مارچ(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي په نېشنل سېكورټي د بلاول بھټو او شهباز شريف په شمول د ټولو ګوندونو مشرانو ته د خبرو كولو بلنه وركړې ده۔ ده ووئيل د هېواد ګټې له به ټولو له يو موټې كېدل وي۔ عمران خان نه د ډيل قائل دې او نه د ډھيل۔ د سندھ اسمبلۍ پارلماني ګوندونو وزيراعظم د صوبائي حكومت په اړه خپلو تحفظاتو څخه خبر كړې دې۔ د تهمینه جنجوعه ريټائرمنټ څخه وروستو به سهيل محمود نوې خارجه سېكتر وي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د سبطين رضا لودھي مور څلوېښتمې رسم په موقع ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل بلاول بھټو ته وايم دا مهال بايد ټول د رېډ لائن خيال وساتي۔ په نېشنل سېكورټي ټولو ته د يو ځائې كېدو بلنه وركوم۔ د وخت او حالاتو غوښتنه ده چې ټولو له به يو ځائې كېدل وي۔ ده ووئيل عمران د ډيل قائل دې او نه ډھيل ته تيار دې۔ هغه وائي د قانون ترمخه چارې بايد مخ په وړاندې لاړې شي۔ نېب يوه خپلواكه اداره ده ٬ هغه د ټولو د احتساب اختيار لري۔ نېب د مسلم ليګ ٬ پيپلز ګوند او د تحريك انصاف په شمول د ټولو ګوندونو د كوم فرق نه غېر حساب وكړو او حكومت په دې معامله كښې كوم ډول لاس وهنه نه كوي۔ خارجه وزير زياته كړه چې پاكستان دا مهال نازك وخت څخه تېرېږي۔ ده ووئيل زه بلاول بھټو شهباز شريف دواړو ته وئيل غواړم چې مونږ سياسي اختلافات لرو او وي به ولې د موجوده صورتحال غوښتنه دا ده چې مونږ د هېواد په ګټه كښې د تنګ نظرۍ څرګندونه ونكړو۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل عمران خان تېره ورځ ګھوټكي كښې يوې لويې اولسي غونډې ته خطاب وكړو۔ دغلته د مخالفې ډلې غړو ده ته ووئيل چې د سندھ حكومت دوئي سره ناوړه سلوك كوي۔ د پی پی حکومت سندھ كښې د اسمبلۍ خپلو غړو ته ددوئي حلقو له د 20 ٬ 20 كروړه روپو فنډز وركړې دي ولې اپوزيشن ته ئې هېڅ وركړې نه دي۔ دغسې بېنظير انكم سپورټ پروګرام هم په سم ډول كارولې نه شي۔ د پېټرول په نرخ كښې د اضافې په اړه ده ووئيل په نړيواله منډۍ كښې د پېټرولو په نرخ كښې د زياتوالي اغېز په پاكستان هم راځي۔ ده ووئيل غواړو چې داسې ګامونه پورته كړو چې ورسره په اولس بوج نه پرېوزي۔ خارجه وزير ووئيل سوئيلي پنجاب نعره نه بلكې ضرورت دې۔ نن د 12 كروړه اولس صوبه چلول ممكن نه دي۔ مونږ د سوئيلي پنجاب نعره پورته كړې نه وه بلكې ددې سيمې مسئلې مو حل كول غوښتل۔ ده ووئيل حكومت هند كښې د پاكستان هائي كمشنر سهېل محمود نوې خارجه سېكتر غوره كړې دې۔ سهېل محمود يو زيرك سفارت كار دې۔ خارجه وزير زياته كړه چې موجوده خارجه سېكتره تهمينه جنجوعه د اپرېل مياشتې په 16 مه نېټه ريټائر كېږي۔ ده ووئيل زه تهمينه جنجوعه ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوم۔ ده ووئيل زه د تېرو 7 مياشتو څخه د خارجه وزير په حېث دې سره خپله وظيفه ترسره كوم۔ دې خپل كردار خلوص سره او په غوره ډول ترسره كړې دې۔ ټول خارجه دفتر ددې د خلوص او هېواد سره د مينې قائل دې۔ ده ووئيل ددې په ځائې به د نوې خارجه سېكتر په حېث سهېل محمود خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي۔ سهېل محمود دې څخه وړاندې په تھائي لېنډ او تركيه كښې د سفير په حېث هم خپله وظيفه ترسره كړې ده۔ د پلوامه په ستونزه سهېل محمود غوره سفارت كاري كړې او هيله ده چې هغه به د خارجه چارو په اړه هم زمونږ د هيلو ترمخه كار وكړي۔ وروستو خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د سبطين لودھي د مور فاتحه خوانۍ كښې ګډون وكړو او خاص دعا ئې وكړه۔ ده د كډني سنټر دوره هم وكړه چرته چې ډاكټر علي عمران زېدي ده ته هركلې ووې۔ په دې مهال ده د رنځورانو تپوس پوښتنه هم وكړه۔ ده ته كډني سنټر كښې د نوو اسانيو په اړه ووئيلې شوو۔ ډويژنل صدر اعجاز حسېن جنجوعه ٬ رانا عبد الجبار او نور لارښود هم ده سره وو۔











