د حكومت د غوره پالېسيو لامله تجارتي خساره كښې كمي سره سره د ادائيګو په توازن كښې مثبت بدلونونه رامخې ته شوي دي۔ هېواد كښې د كاروباري او تجارتي رحجاناتو ودې له د اوږدې مودې پالېسيو جوړولو ته اړتيا ده۔ تجارت ٬ صنعت وپېداوار ٬ ټېكسټائل او سرمايه كارۍ لپاره د وزيراعظم صلاكار عبد الرزاق داؤد د كاپټاك ترسېوري لاندې كنفرنس ته خطاب او ميډيا سره خبرې

لاہور۔30مارچ(اے پی پی ) تجارت ٬ صنعت وپېداوار ٬ ټېكسټائل او سرمايه كارۍ لپاره د وزيراعظم صلاكار عبد الرزاق داؤد وئيلي دي د حكومت د غوره پالېسيو لامله تجارتي خساره كښې كمي سره سره د ادائيګو په توازن كښې مثبت بدلونونه رامخې ته شوي دي۔ هېواد كښې د كاروباري او تجارتي رحجاناتو ودې له د اوږدې مودې پالېسيو جوړولو ته اړتيا ده۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ …

لاہور۔30مارچ(اے پی پی ) تجارت ٬ صنعت وپېداوار ٬ ټېكسټائل او سرمايه كارۍ لپاره د وزيراعظم صلاكار عبد الرزاق داؤد وئيلي دي د حكومت د غوره پالېسيو لامله تجارتي خساره كښې كمي سره سره د ادائيګو په توازن كښې مثبت بدلونونه رامخې ته شوي دي۔ هېواد كښې د كاروباري او تجارتي رحجاناتو ودې له د اوږدې مودې پالېسيو جوړولو ته اړتيا ده۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د كاپټاك ترسېوري لاندې نړيوال كنفرنس ته خطاب او ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ عبد الرزاق داؤد ووئيل كه كوم وګړې په كاروبار كښې زيان پورته كوي او څو څو وارې ناكامه كېږي نو بيا دې هم دې نه ويرېږي بلكې د خپل مقصد ترلاسه كولو له دې خپلې هڅې او خواري روانه ساتي۔ يو وخت به داسې راشي چې كاميابي به د هغه قدمونه ښكل كړي۔ ده ووئيل د وړاندې تږ او پرمختګ حق هر وګړي ته ترلاسه دې ولې وړاندې تږ له به د اوږدې مودې په تږلاره اډانه سوچ خپلول وي ولې چې څوك په يوه شپه كښې د پرمختګ پړاؤنو څخه تېرېدې كښې خوښي لري او دې لپاره د لنډو لارو كارولو طريقه خپلوي هغه په ژوند كښې كله هم كاميابېدې نه شي۔ ده ووئيل د حكومت ويژن دا دې چې هېواد كښې كاروباري او تجارتي هلو ځلو ته وده وركړې شي بلكې د كاروباري څانګې ډاډګيرنې له د اوږدې مودې ګامونه او تږلاره متعين كړې شي۔ عبدالرزاق داؤد پټاک آفس كښې د زلمو كاروباري وګړو لخوا په ځائي كچه د تيار كړې شويو مصنوعاتو سټالز جاج هم واخست او د زلمو كاروباري وګړو ډاډګيرنه ئې وكړه۔

مزید خبریں