کراچی۔ 30 مارچ(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د ښارونو خپرېدو مخنيوي له د زياتو منزلونو ودانيو جوړولو پرېكړه مو كړې ده۔ په 5 كاله كښې د 10 اربه روپو لګولو هدف دې۔ د كراچۍ ځائي او صوبائي حكومت سره به په ګډه سندھ كښې هم اونې لګوو۔ د پخوانو ځنګلونو څخه لويې اونې پرېكړې شوي او په دې قبضې شوې دي۔ مونږ له خپل راتلونكي كول ته …
د ښارونو خپرېدو مخنيوي له د زياتو منزلونو ودانيو جوړولو پرېكړه مو كړې ده۔ په 5 كاله كښې د 10 اربه روپو لګولو هدف دې۔ د كراچۍ ځائي او صوبائي حكومت سره به په ګډه سندھ كښې هم اونې لګوو۔ د پخوانو ځنګلونو څخه لويې اونې پرېكړې شوي او په دې قبضې شوې دي۔ مونږ له خپل راتلونكي كول ته نه يوازې د لوبو مېدانونه بلكې صفا چاپېرچل هم وركول دي۔ د وزيراعظم عمران خان د باغ ابن قاسم پرانستې دستورې ته خطاب

مزید خبریں
کراچی۔ 30 مارچ(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د ښارونو خپرېدو مخنيوي له د زياتو منزلونو ودانيو جوړولو پرېكړه مو كړې ده۔ په 5 كاله كښې د 10 اربه روپو لګولو هدف دې۔ د كراچۍ ځائي او صوبائي حكومت سره به په ګډه سندھ كښې هم اونې لګوو۔ د پخوانو ځنګلونو څخه لويې اونې پرېكړې شوي او په دې قبضې شوې دي۔ مونږ له خپل راتلونكي كول ته نه يوازې د لوبو مېدانونه بلكې صفا چاپېرچل هم وركول دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ كراچۍ كښې د باغ ابن قاسم پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د كراچۍ ښكلا مونږ پرله پسې مخ په كمېدو ليدلې ده۔ ده ووئيل كله چې شينكي ختمېږي نو ګرمي سوا كېږي۔ هم دغه سوب دې چې د كراچۍ خلقو په تېرو ورځو كښې كومه ګرمي ليدلې ده دومره وړاندې نه وه۔ ده ووئيل ددې ښار خلقو لپاره بايد مونږ شنې سيمې بچ كړو او نورې جوړې كړو۔ كوچنيانو له د لوبو مېدانونه جوړ كړو۔ ده ووئيل كله چې مونږ سروے وكړه نو معلومه شوه چې په لويو لويو ځنګلونو هم قبضې شوې دي۔ دا يوازې سندھ كښې نه بلكې پنجاب كښې هم مونږ وينو چې لويې لويې اونې پرېكړې شوي دي او په زمكو قبضې شوې دي۔ كروندې لپاره د ليز په نامه ځنګلونه ختمولو سره طاقتورو قبضه ګرو ډلو قبضه كړې ده۔ ده ووئيل د ګلوبل وارمنګ اعتبار سره پاكستان په اولنو 10 هېوادونو كښې په 8 م لمبر دې۔











