کراچی۔ 30 مارچ(اے پی پی) د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د خالي په ورځ د كراچي ټرانسفارمېشن كمېټۍ غونډه وشوه۔ د سندھ صوبې او په خاص توګه د كراچۍ پرمختګ او د دې مسئلې ختمولو له مهمې پرېكړې وكړې شوې۔ غونډه كښې وزیراعظم عمران خان ووئيل حكومت د خلقو خوشحالولو له منصوبې نه جوړوي بلكې مونږ د كراچۍ مسئلو په مستقله توګه حل كولو له هڅې كوو۔ ده …
د وزيراعظم په مشرۍ كښې د كراچي ټرانسفارمېشن كمېټۍ غونډه ٬ د سندھ صوبې او په خاص توګه د كراچۍ پرمختګ او د دې مسئلې ختمولو له مهمې پرېكړې وكړې شوې د كراچۍ پرمختګ له د بي او ټي په بنياد د 162 اربه روپو منصوبه تياره كړې شوې ده كومه كښې چې په مجموعي توګه 18 پرمختيائي منصوبې شامل دي۔ ټرانسپورټ مهمه مسئله ده د دې حل له به دې څانګه كښې 10 منصوبې ترسره كولې شي۔ دې سره سره د اوبو رسنې او د سېورېج مسئلو ختمولو له 7 منصوبې هم شامل دي۔ د اوبو بچت په اړه به يو بشپړه مهم چلوؤ۔ د وزيراعظم عمران خان غونډې ته خطاب

مزید خبریں
کراچی۔ 30 مارچ(اے پی پی) د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د خالي په ورځ د كراچي ټرانسفارمېشن كمېټۍ غونډه وشوه۔ د سندھ صوبې او په خاص توګه د كراچۍ پرمختګ او د دې مسئلې ختمولو له مهمې پرېكړې وكړې شوې۔ غونډه كښې وزیراعظم عمران خان ووئيل حكومت د خلقو خوشحالولو له منصوبې نه جوړوي بلكې مونږ د كراچۍ مسئلو په مستقله توګه حل كولو له هڅې كوو۔ ده ووئيل د تېرو لس كلونو په مهال د بنيادي اډانې كمي په سوب يوازې د كراچۍ نه بلكې د ګرد هېواد زيان وشو او كراچۍ كښې كېدونكې سرمايه كاري بلخوا منتقل شوه۔ ده ووئيل دا مهال حكومت لپاره په مالي توګه سخت وخت دې۔ په هېواد كښې په مجموعي توګه د 4.5 کھرب روپو ټېكس جمع كېږي په كومو كښې چې 2 کھربه روپۍ د قرضو په قسطونو كښې ادا كېږي۔ صوبو ته 2.5 کھرب روپۍ منتقل كېږي۔ ده ووئيل زمونږ ددفاع بجټ 1700 ارب روپۍ دې او وفاقي حكومت خپل مالي كال نزدې د 600 ارب روپۍ خسارې څخه پېل كوي۔ ده ووئيل د اېن اېف سي ايوارډ ترمخه صوبو ته 2500 ارب روپۍ منتقل كولې شي كومو كښې چې سندھ ته هم ددې برخه وركولې شي۔ وزيراعظم ووئيل د كراچۍ پرمختګ له د بي او ټي په بنياد د 162 اربه روپو منصوبه تياره كړې شوې ده كومه كښې چې په مجموعي توګه 18 پرمختيائي منصوبې شامل دي۔ ټرانسپورټ مهمه مسئله ده د دې حل له به دې څانګه كښې 10 منصوبې ترسره كولې شي۔ دې سره سره د اوبو رسنې او د سېورېج مسئلو ختمولو له 7 منصوبې هم شامل دي۔ د اوبو بچت په اړه به يو بشپړه مهم چلوؤ۔ ده ووئيل اولس ته خواست دې چې د اوبو بچت په اړه شعور بېدارولو له خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل د كراچۍ په ډول لوئې ښار لپاره د اوبو رسنې له بهر څخه د اوبو راوړلو لړ كښې هم ځينې مسئلې دي۔ ده ووئيل د اوبو بچت په اړه اولس كښې شعور بېدارولو له په سمدستي توګه د خبرتيا مهم چلولو سره غوره نتيجې ترلاسه كېدې شي۔ ده هدايت وكړو چې د اوبو بچت مهم په اړه دې تيارې وكړې شي۔ ده ووئيل د كراچۍ ماسټر پلان ډېر مهم دې ولې چې ښار ډېر په تندۍ سره خورېږي او شينكۍ مخ په ختمېدو دي۔ د ښار خپرېدو لامله ودانۍ ته د اوبو رسنې ٬ سېورېج او د نورو بنيادي اسانيو رسنې مسئله ده دغسې دې سره د امنيت مسئلې هم پېدا كېږي او پوليسنګ كښې هم ستونزې رامخې ته كېږي۔ ده ووئيل د كراچۍ ماسټر پلان زر تر زره تيارول انتهائي ضروري دي۔ ده ووئيل سول ايوي اېشن ته هدايت كړې شوې چې هغه د ائيرپورټ سيمو نه لرې وښائي چې ودانۍ كوم ځائې جوړېدې شي۔ ده ووئيل مونږ دنګې ودانۍ جوړولو سره د ښار خورېدو په مسئله قابو موندلې شؤ۔ ده ووئيل زه د سندھ ګورنر عمران اسماعيل سره پرله پسې رابطه كښې يم او مونږ به د كراچۍ په منصوبو عملدرآمد باوري كوو او په دې لړ كښې وفاقي حكومت هر ډول مرستې كولو له چمتو دې۔ ده ووئيل ما او شاه محمود قرېشي د تھرپارك دوره كړې وه او په دغه موقع مو د صحت كارډ اجراﺀ وكړه۔ عمران خان ووئيل د يو ارب روپو په مصرف تھرپارکر كښې به آر او پلانټس لګولې شي او سيمه كښې دوه روغتونونه لګولې او د 4 اېمبولېنسز انتظام كولې شي۔ ده زياته كړه چې كله هم مناسب وي يا په 4 اپرېل به د حېدر آباد پوهنتون پرانسته كولې شي د كومې خرڅونه به چې وفاقي حكومت پورته كوي۔











