نابلس 20 مارچ(اے پی پی)اسرائيلي پوځ د فلسطين په مقبوضه لوېديز شمالي نابلس ښار كښې د رياستۍ ترهه ګرۍ په مهال درې نور فلسطينيان شهيدان كړي دي ۔د فلسطين د اطلاعات مركز له مخې اسرائيلي ځواكونو په نابلس كښې د حضرت يوسف عليه السلام مزار سره نزدې دوه فلسطيني ځوانان شهيدان كړې دي ۔ دې څخه وړاندې صهيوني ځواكونو په رام الله كښې په يوه نښته كښې فلسطينې ځوان عمر …
اسرائيلي پوځ په لوئيديز اردن كښې نور 3 فلسطينيان شهيدان كړل
نابلس 20 مارچ(اے پی پی)اسرائيلي پوځ د فلسطين په مقبوضه لوېديز شمالي نابلس ښار كښې د رياستۍ ترهه ګرۍ په مهال درې نور فلسطينيان شهيدان كړي دي ۔د فلسطين د اطلاعات مركز له مخې اسرائيلي ځواكونو په نابلس كښې د حضرت يوسف عليه السلام مزار سره نزدې دوه فلسطيني ځوانان شهيدان كړې دي ۔ دې څخه وړاندې صهيوني ځواكونو په رام الله كښې په يوه نښته كښې فلسطينې ځوان عمر ابو ليلٰی شهيد كړې ؤ ۔ځايې ذريعو وئيلي دي اسرائيلي ځواكونو د حضرت يوسف عليه السلام مزار ته نزدې په تېرېدونكي ګاډي ناترڅه ا ډزې كړې چې په نتيجه كښې يې دوه فلسطيني ځوانان شهيدان شوي۔د فلسطين روغتيا وزارت هم د اسرائېلي ځواكونو وحشيانه كاروائي كښې د دوو فلسطينيانو د شهيد كېدو تصديق كړې۔ ذريعو وئېلي دي اسرائيلي ځواكونو په نابلس كښې د ډزو په نتيجه كښې د ژوبل شوو وګړو په ايمبولينس هم ډزې كړې دي۔











