حکومت د نړيوالو اصولو په رڼا كښې بصارت څخه د محرومو وګړو پشمول د ټولو خصوصي وګړو تحفظ او دوي له د يو برابر موقعو برابرولو عزم لري: د سپینې لختې د خوندیتوب نړیوالې ورځ په مناسبت د وزيراعظم شهباز شريف پیغام

اسلام آباد۔15اکتوبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي د سپینې لختې د نړیوالې ورځ په مناسبت زه د ټول ملت په استازیتوب د نابینا کسانو د زړورتیا، عزم او ژوند لپاره د لیوالتیا قدر کوم. حکومت د قامي عزم او ګدون ٬ مساوات او وقار نړيوالو اصولو په رڼا كښې د نابینا کسانو د حقونو ساتنې او دوي ته د يو برابر موقعو وركولو عزم لري۔ د وزيراعظم  دفتر …

اسلام آباد۔15اکتوبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي د سپینې لختې د نړیوالې ورځ په مناسبت زه د ټول ملت په استازیتوب د نابینا کسانو د زړورتیا، عزم او ژوند لپاره د لیوالتیا قدر کوم. حکومت د قامي عزم او ګدون ٬ مساوات او وقار نړيوالو اصولو په رڼا كښې د نابینا کسانو د حقونو ساتنې او دوي ته د يو برابر موقعو وركولو عزم لري۔ د وزيراعظم  دفتر د رسنیو څانګې لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې هغه د دې خيالاتو څرګندونه د سپینې  لختې د نړیوالې ورځ په مناسبت په خپل پیغام کښې وكړه كومه چې د اكتوبر په 15 مه نېټه سبا د زيارت په ورځ لمانځلې شي۔ وزيراعظم ووئيل بصارت څخه د محرومو خصوصي وګړو په خپلو پښو اودرولو او ټولنه كښې د دوي شموليت باوري كولو له د دوئي د كورنيو ، ټولنیز ملاتړ او اړوندو تخصصي ادارو جذبه اخلاص او خدمات د ستائنې وړ دي۔ وزیر اعظم ووئيل د سپینې لختې نړیواله ورځ په حقیقت کښې د نړۍ په ګوټ ګوټ کښې د ملیونونو په شمېر بصارت څخه د محرومو وګړو د خپلواكۍ ٬ د تك راتګ د  آزادۍ  ٬ په ځان د باور او وقار لرلو کولو ورځ ده۔ وزيراعظم ووئيل د ژوند په هره برخه کښې بصارت څخه د محرومو وګړو ګډون او د دوي كاميابۍ د ستائنې وړ دي۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان د صلاحيت لرونكو وګړو په كاميابو وياړي ٬ په خاص توګه د صائمه سليم خذمات د وياړ وړ دي كومه چې سفارتكاره ده او د ملګرو ملتونو په اعلی فورم د پاكستان نمائندګي كوي۔ وزیراعظم ووئيل حكومت د  صوبائي حكومتونو او ټولو اړوندو ادارو په مرسته ټولو وګړو لپاره تعليمي ادارې ٬ د كار محفوظ ځايونه ٬ محفوظ سړكونه او د  تګ راتګ وسيلې باوري كولو له كار كوي دغسې چې په ټولنه كښی د خصوصي وګړو يو برابر ګډون باوري كړے شي۔ وزيراعظم ووئيل ټولې اړوندې ادارو ٬ تنظيمونو او وګړو او په خاص توګه د پاكستان اېسوسي اېشن آف دي بلائند هڅې د ستاينې وړ دي كوم چې د خصوصي وګړو حقونو ٬ تحفظ ٬ خپلواكۍ او ټولنيز شموليت له په جذبه او اخلاص سره كار كوي۔

مزید خبریں