هيله ده د پاك عمان شريك وزارتي كمېسون غونډه به د ورونړو هېوادونو تر مينځه  د شرېكې ګټې تر مخه  د مرستې لا پراختيا او  اړيكو مضبوطولو كښې مهم كردار تررسره كړي٬ وزيراعظم شهبازشريف

  اسلام آباد ۔ 14 اكتوبر(اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي  پاكستان او عمان تر مينځه مشتركه مذهب ٬ جغرافيائي نزدې والے ٬ تاريخ ٬ كلتور او په پیړيو  اډاڼه اولسي روابط د دواړو هېوادونو  تر مينځه  د ورورولۍ اړيكو مضبوط بنيادونه دي٬ د پاك عمان شريك وزارتي كمېسون غونډه به د ورونړو هېوادونو تر مينځه  د شرېكې ګټې تر مخه  د مرستې لا پراختيا او  اړيكو مضبوطولو …

 

اسلام آباد ۔ 14 اكتوبر(اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي  پاكستان او عمان تر مينځه مشتركه مذهب ٬ جغرافيائي نزدې والے ٬ تاريخ ٬ كلتور او په پیړيو  اډاڼه اولسي روابط د دواړو هېوادونو  تر مينځه  د ورورولۍ اړيكو مضبوط بنيادونه دي٬ د پاك عمان شريك وزارتي كمېسون غونډه به د ورونړو هېوادونو تر مينځه  د شرېكې ګټې تر مخه  د مرستې لا پراختيا او  اړيكو مضبوطولو كښې مهم كردار ترسره كړي۔ د شورو په ورځ  د وزيراعظم دفتر مېډيا ونګ نه جاري بيان تر مخه  وزيراعظم شهباز شريف سره د عمان  خارجه وزير سيد بدر بن حمد بن حمود البوسعيدي ملاقات وكړو۔   هغه د نائب وزيراعظم  و خارجه وزير سنېټر اسحاق ډار سره د پاكستان عمان د شريك وزارتي كمېسون د 8 مې غوندې لپاره د پاكستان په دوره راغلے دے ۔  وزيراعظم د عمان خارجه وزير هر كلي كولو سره ووئېل  د پاكستان او عمان تر مينځه  مشتركه مذهب ٬ جغرافيائي نزدې والے ٬  كلتور  او په پېړيو اډاڼه اولسي راوبط د دوارو هېوادونو  د ورورولۍ اړيكو مضبوط بنيادونه دي۔ده ووئېل  پاكستان عمان يو  ورور هېواد ٬  مهم بحري ګاونډي او منطقه كښې د قدر  وړ شراكت دار ګڼي۔ ده  د پاكستان او عمان شريك وزارتي كمېسون  اتمې غونډې په كاميابه تابيا د اطمېنان څرګندونه وكړه۔ده هيله څرګنده كړه چې دا غونډه به د دواړو هېوادونو تر مينځه د شرېكې ګټې مرستې ته لا پراختيا وركولو او د اړيكو مضبوطولو لپاره مهم كردار تر سره كړي۔وزيراعظم  په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د پاكستان او عمان تر مينځه د مكمل هم غږۍ په لرلو هم د اطمېنان څرګندونه وكړه۔ ده د شخړو هواري لپاره خبرې اترې او په سفارتكارۍ اډنه  د عمان موقف وستائېلو۔دغسې د عمان خارجه وزير په تود هر كلي كولو  او مېلمستيا د پاكستان حكومت مننه وكړه۔  هغه د شريك وزارتي كمېسون د 8 م غونډې  په كاميابه تابيا د اطمېنان څرګندونې سره  دې خبره ته اتفاق وكړو   چې دې غونډې سره به بېلو څانګو كښې د پاكستان او عمان   اړېكې وده وموي او شرېكې ګټې  تر لاسه كولو لپاره به لاره هواره شي۔  د عمان خارجه وزير  د سيمه ايز تاؤ تريخوالي  په كمولو او د مسائل امناكه حل لپاره  د پاكستان پرله پسې  سفارتي هڅې وستائېلې۔  دغسې وزيراعظم د پاكستان او عمان  د  شريك وزارتي كمېسون  د اتمې غونډې  په پروټوكول د لاس ليك دستوره كښې هم ګډون وكړو ۔

مزید خبریں