اسلام آباد۔14اکتوبر (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق د كلي والو مېرمنو زرعي پرمختګ، غذائي تحفظ او د پاکستان سماجي و اقتصادي ترقۍ كښې د قدر وړ خدمات ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره دوي ته د يو برابر موقعو ، په معاشي توګه د دوي اختیار مندۍ او د دوي د حقونو تحفظ باوري كولو په ضرورت زور راوړے دے ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د …
کليوالو مېرمنو ته به برابر فرصتونه ورکول او د هغوي د حقونو تحفظ باوري کول وي: د سپيكر سردار ایاز صادق د كلي والو مېرمنو نړيوالې ورځ په موقع پیغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔14اکتوبر (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق د كلي والو مېرمنو زرعي پرمختګ، غذائي تحفظ او د پاکستان سماجي و اقتصادي ترقۍ كښې د قدر وړ خدمات ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره دوي ته د يو برابر موقعو ، په معاشي توګه د دوي اختیار مندۍ او د دوي د حقونو تحفظ باوري كولو په ضرورت زور راوړے دے ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د كلي والو مېرمنو نړيوالې ورځ په موقع خپل پیغام كښې وكړه ، دا ورځ هر كال په 15 اکتوبر نمانځلې شي۔ سپیکر ووئېل كلي والې مېرمنې په كر كيله، لائیو سټاک مینجمنټ ، د كورونو په معیشت او د کمیونټي په پرمختګ كښې مهم کردار ادا کوي ۔ ده ووئېل كلي والو مېرمنو ته معیاري تعلیم، د صحت خيال ساتلو ، مالي وسائلو او تر معاشي موقعو رسنه كښې مسلسل چیلنجز ورمخې ته دي ۔ ده زور راوړو چې د دې چیلنجونو مقابله د جامع او تل پاتي قامي ترقۍ لپاره ضروري ده ۔ سپیکر سردار ایاز صادق د كلي والو مېرمنو تعلیم، د صحت خيال ساتلو، پیشه ورہ تربیي، مالیاتي خدمات او تر جدید زرعي ټیکنالوج د رسنې ښه كولو په اهمیت زور راوړو ۔ ده د دوي قانوني ، جائیداد او د وراثتي حقونو د تحفظ او فیصله سازۍ كښې د دوي د معنی لرونكې ګډون باوري كولو په ضرورت هم زور راوړو ۔ سپیکر سردار ایاز صادق ووئېل د موثر قانون سازۍ او د پارلیماني نګرانۍ د لارې صنفي مساوات ته ودې وركولو كښې پارلیمان مهم کردار لري۔ دغسې ده د كلي والو مېرمنو سماجي و اقتصادي حالت ښه كولو لپاره د اړوند ادارو او سټیک هولډرز په كوټلو هلو ځلو هم زور راوړو









