صدر مملكت د پېښور نجي سكول پېښه كښې په ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه

اسلام آباد۔15اکتوبر (اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری پېښور كښې د يو نجي سكول په دړدېدلې پېښه كښې د كوچنيانو او استاذانو په حق رسېدو او د يو شمېر نورو په ژوبل كېدو د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره اړوندو چارواكو ته ژوبل شوو لپاره د غوره درملنو برابرولو او ځپليو كورنيو سره د هر ډول مرستې كولو هدايت وكړو۔ د زيارت په روځ د …

اسلام آباد۔15اکتوبر (اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری پېښور كښې د يو نجي سكول په دړدېدلې پېښه كښې د كوچنيانو او استاذانو په حق رسېدو او د يو شمېر نورو په ژوبل كېدو د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره اړوندو چارواكو ته ژوبل شوو لپاره د غوره درملنو برابرولو او ځپليو كورنيو سره د هر ډول مرستې كولو هدايت وكړو۔ د زيارت په روځ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې آصف علي زرداري ووئيل دې دړدېدلې پېښې ماته زيات خفګان رسولې دې۔ د غم په دې سخت وخت كښې ټول قام ځپليو كورنيو سره يو برابر ولاړ دے۔ صدر مملكت ځپليو كورنيو سره غمرازي كولو سره هغوي لپاره د صبر او زغم دعا وكړه۔ ده ژوبل شوو لپاره د زر روغتيا دعا هم وكړه۔ صدر مملكت د پېښې علت معلومولو له د بشپړه پلټنيو كولو او په سباون كښې د ددې ډول پېښو مخنيوي له د د تعليمي ادارو د ودانيو حفاظتي معيار باوري كولو په حاجت زور هم راوړو۔

مزید خبریں