انډونيشيا كښې د سېلاب لامله د مړو شمېره 90 ته ورسېده

جکارته ۔ 20 مارچ(اے پی پی) انډونیشیا كښې د سېلاب او د خاور كمرو نړېدو لامله د رامخې شوو پېښو په نتيجه كښې د مړو شمېره 90 ته رسېدلې ده۔ پاپوا سيمه كښې د مرستې كارروائۍ روانې دي۔ بلخوا د ګڼ شمېر وګړو بې دركه كېدو لامله د مړو شمېره كښې د زياتوالي اندېښنه هم شته ۔ دغسې د ګڼ شمېر كسانو د ژوبل كېدو اطلاعات هم ترلاسه شوي ۔ …

جکارته ۔ 20 مارچ(اے پی پی) انډونیشیا كښې د سېلاب او د خاور كمرو نړېدو لامله د رامخې شوو پېښو په نتيجه كښې د مړو شمېره 90 ته رسېدلې ده۔ پاپوا سيمه كښې د مرستې كارروائۍ روانې دي۔ بلخوا د ګڼ شمېر وګړو بې دركه كېدو لامله د مړو شمېره كښې د زياتوالي اندېښنه هم شته ۔ دغسې د ګڼ شمېر كسانو د ژوبل كېدو اطلاعات هم ترلاسه شوي ۔ نزدې 6800 كسان كېمپونو ته منتقل كړې شوي او ځپلې سيمه كښې 15 ورځو لپاره بېړنې حالت اعلان كړې شوې