ویلنګټن ۔ 20 مارچ(اے پی پی) نیوزی لېنډ كښې مسلمانانو سره د يو والي څرګندونې له به په سركاري رېډيو او ټي وي آذان نشر كولې شي۔ وزیراعظمې جېسنډرا آرډرن میډیا سره خبرو كښې ووئيل زمونږ اولس پاكستانيانو ته د قدر په سترګه ګوري۔ مونږ مسلم كميونټي سره بشپړه خواخوږي لرو او راروانه جمعه به د نيوزي لېنډ اولس د يوې اونۍ په بشپړه كېدو شهيدانو سره د يو والي …
نیوزی لېنډ-مسلمانانو سره يو والي له به په سركاري رېډيو او ټي وي آذان نشر كولې شي
ویلنګټن ۔ 20 مارچ(اے پی پی) نیوزی لېنډ كښې مسلمانانو سره د يو والي څرګندونې له به په سركاري رېډيو او ټي وي آذان نشر كولې شي۔ وزیراعظمې جېسنډرا آرډرن میډیا سره خبرو كښې ووئيل زمونږ اولس پاكستانيانو ته د قدر په سترګه ګوري۔ مونږ مسلم كميونټي سره بشپړه خواخوږي لرو او راروانه جمعه به د نيوزي لېنډ اولس د يوې اونۍ په بشپړه كېدو شهيدانو سره د يو والي څرګندونه كولو له دوه دقيقو لپاره خاموشه پاتې كېږي۔ دا خبره دې ياده وي چې تېره جمعه د كرائسټ چرچ ښار په دوه جوماتونو د آسټرېلوي ترهګر بريد په نتيجه كښې 50 مسلمانان شهيد او يو شمېر نور ژوبل شوي وو











