لاهور۔17 مارچ(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د اپوزيشن په خوښه د احتساب عمل ودرېدې نه شي۔ د قوم لوټ كړې شوې پېسه بايد بېرته راشي۔ نواز شريف د پلي بارګېن آپشن لري كوم لپاره چې هغه خواست كولې شي۔ د پخواني وزيراعظم په ضد كومه مقدمه زمونږ په دور كښې جوړه كړې شوې نه ده۔ د نوازشریف درملنو له پنجاب حكومت غېر معمولي انتظامات كړي۔ حكومت نواز شريف ته بهر څخه د فزيشن راغوښتلو هم پېشكش كړې ولې نواز شريف انكار كړې۔ د (ن) ليګ يوه ډله د نواز شريف په ناروغتيا سياست كول غواړي۔ ده د اتوار په ورځ پرېس انفارمېشن ډيپارټمنټ كښې غونډې څخه وروستو خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ ده ووئيل غونډه كښې پخواني وزيراعظم نواز شريف ته د پنجاب حكومت لخوا د درملنو په لړ كښې د وركړې كېدونكو آسانيو جاج واخستلې شو۔ ده ووئيل د جنورۍ په 16 مه نېټه پنجاب حكومت ته د نواز شريف لخوا دده د ناروغتيا په اړه خواست ترلاسه شو۔ په دې ډاكټر شاهد حمید ته د نواز شريف د معائنې كولو هدايت وكړې شو۔ ده معائنې څخه وروستو د نواز شريف نورو ټېسټونو له پي آئي سي ته د منتقل كولو سپارښتنه وكړه۔ په 22 جنورۍ نواز شريف پي آئي سي ته منتقل كړې شو او د ټېسټ څخه وروستو يو وارې بيا دې هم په دغه ورځ زندان ته لاړو۔ په 25 جنورۍ 6 كسيزه بورډ جوړ كړې شو۔ په كوم كښې چې د پنډي كارډيالوجي ډاكټران شامل وو۔ دوئي په 3 فروري نواز شريف سره زندان كښې ملاقات وكړو او ده ته ئې روغتون ته د تلو مشوره وركړه۔ په كال 2001 او 2017ء كښې دده انجیو پلاسټی او كال 2016ء كښې ئې يو بائی پاس هم شوې ولې دده كورنۍ په دې زور راوړي چې دې بايد لندن ته ولېږلې شي۔ ده ووئيل نواز شريف ته د شوګر ‘ زړه ‘ ګردو او هائیپر ټېنشن هم مسئله ده ځكه دا مناسب وګڼلې شوه چې داسې روغتون ته دې ولېږلې شي چرته چې ده ته د درملنو آسانۍ ترلاس وي۔ نواز شريف تر 6 ورځو سروسز روغتون كښې وو ده ته ډاكټرانو د انجیو ګرافی مشورہ وركړه ولې ده انكار وكړو۔ ولې چې دې پاكستان كښې درملنې كول نه غواړي۔ په 14 فرورۍ نواز شریف جناح روغتون ته منتقل كړې شو دغلته د بېلو رنځونو ډاكټران موجود وو۔ دغلته يو کوآرډینېشن ډله جوړه كړې شوه كومه كښې چې د کارډیالوجی‘ یورالوجی اومیډیسن ډاكټران موجود وو ولې د ن ليګ لخوا كمېټۍ كښې د ګائنا كالوجسټ په موجودګۍ اعتراض وكړې شو۔ فواد چوهدری ووئيل ګائناکالوجسټ د كمېټۍ مشر ځكه جوړ كړې شوې وو چې هغه جناح روغتون كښې اېډمنسټرېټو هېډ وو۔ په 24 فرورۍ د نواز شریف ضمانت منسوخ شو او په 25 فرورۍ ده زندان ته بېرته تلو كښې خپله خوښي ښكاره كړه۔ وزیراعظم عمران خان پنجاب حکومت ته هدايت وكړو چې نواز شريف ته دې د درملنو ټولې ممكنه آسانۍ وركړې شي۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل په كال 2013ﺀ كښې چې كله عمران خان سټېج څخه پرېوتو او سخت ژوبل شو نو هغه سره بهر څخه د درملنو آپشن وو ولې هغه پاكستان كښې درملنو كولو ته ترجيح وركړه۔ دده پلار هم پاكستان كښې خپلې درملنې كړې وې۔ ده ووئيل حقيقت دا دې چې نواز شريف او شهباز شريف په خپلو جوړ كړې شويو روغتونونو باور نه لري۔ ده ووئيل پنجاب حکومت د زندان نه بهر هم مني كارډېك يونټ جوړ كړو ولې يو وارې هم نواز شريف هغې څخه خپله معائنه ونكړه۔ ده ووئيل د ن ليګ يوه ډله د نواز شريف په ناروغتيا سياست كول غواړي۔ ده ووئيل د اپوزيشن په خوښه د احتساب عمل ودرېدې نه شي۔ د قوم لوټ كړې شوې پېسه بايد بېرته راشي۔ نواز شريف د پلي بارګېن آپشن لري كوم لپاره چې هغه خواست كولې شي۔ د پخواني وزيراعظم په ضد كومه مقدمه زمونږ په دور كښې جوړه كړې شوې نه ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښی ده ووئيل زمونږ په ټولنه كښې دا خبره شته چې كله لوئې سړے ناروغه شي نو اولس كښې ده سره خواخوږي پېدا شي۔ ده ووئيل كوم تن چې تر 25 كلونو د يوې صوبې اعلی وزير پاتې شي او هغه دا وائي جې دلته د درملنو مناسبې آسانۍ نشته نو ددې ذمه وار به څوك وي۔ د روغتيا صوبائي وزيرې ډاكټر ياسمين وئيلي دي چې جناح روغتون ته د منتقل كولو په وخت دغلته رنځوارن ستونزو سره مخ شول۔ او دا مو ځكه وكړل چې مونږ نه غواړو چې ن ليګ دا ووائي چې حكومت د نواز شريف درملنې كول نه غواړي۔ ده ووئيل كومه تجربه چې پاكستاني ډاكټران لري هغه د نړۍ ډاكټرانو څخه كمه نه ده۔ د پاكستاني ډاكټرانو شمېره د نړۍ په غوره ډاكټرانو كښې كېږي۔ ده ووئيل حقيقت كښې نواز شريف د پاكستان په ځائې بهر درملنې كول غواړي د كوم اجازت چې عدالت وركولې شي۔