د جاپان شمالی سيمو كښې د زلزلې جهړقونه محسوس شول، کوم ځاني يا مالي زيان نه دې شوې

ټوکیو 22 فروری (اے پی پی) جاپان كښې د 6.0 شدت زلزلې جهړقونه محسوس شوې دې ٬ دې نه پس د كوم مالي يا ځاني زيان اطلاع نه ده ترلاسه شوې او نه د سونامی وارننګ جاری کړې شوې۔ د جاپان د زلزله پيما مرکز راپور له مخې د جاپان شمالی سيمه هوکائیدو كښې د زلزلې جهړقونه محسوس کړې شوې او دغې نه پس په وګړو كښې يره ترهه پيدا شوې۔ په ریکټر سکیل د زلزلې شدت 6.0 ریکارډ كړې شوې دغسې د زلزلې مرکز اِبْوری سيمه كښې 30 کلومیټره زمكه كښې دننه ؤ۔دا خبره دې ياده وي د زلزلې نه پس د سونامی وارننګ نه دې جاری شوې