د سعودي عرب خلاف بريدونو لپاره به عراق كله هم  لانچ پېډ جوړ نه شي ٬ عراق

رےياض۔ 15 اكتوبر(اے پي پي) د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان  په رياض كښې  د عراق وزيراعظم علي الزيدي هر كلے وكړو۔ دا ملاقات په داسې وخت كښې شوے دے چې كله دواړه هېوادونه  د سفارتي رابطې او د  دوه اړخيزه اړيكو  مضبوطولو لپاره هڅې كوي ۔ د ايس پي اے تر مخه  ملاقات كښې په سيمه ايز صورتحال  ٬ د منطقې په امنيت  او د  استحكام زياتولو …

رےياض۔ 15 اكتوبر(اے پي پي) د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان  په رياض كښې  د عراق وزيراعظم علي الزيدي هر كلے وكړو۔ دا ملاقات په داسې وخت كښې شوے دے چې كله دواړه هېوادونه  د سفارتي رابطې او د  دوه اړخيزه اړيكو  مضبوطولو لپاره هڅې كوي ۔ د ايس پي اے تر مخه  ملاقات كښې په سيمه ايز صورتحال  ٬ د منطقې په امنيت  او د  استحكام زياتولو په كوټلو هڅو خبرې وشوې۔ د عراق وزيراعظم د عراق د اړخه  د رياض په شاه انټر نېشنل ايئر پورټ  او په مملكت كښې د مهمو ځايونو  په نخښه كولو د حوثيانو د بريدونو غندنه وكړه او  دغه يې سيمه ايزې سلامتيا  او د استحكام لپاره خطري وګرځول۔ هغه ووئېل   عراق به خپله خاوره   د مملكت يا  د منطقې د نورو هېوادونو  د سلامتيا لپاره  د خطر جوړېدو  هلو ځلو  لپاره كله هم د  لانچ پېډ په توګه د كارولو اجازه ورنه كړي۔