سید یوسف رضا ګیلاني د پیښور په سکول كښې د ودانۍ  پرېوتو پېښه كښې  د ماشومانو په ځاني زيان د غم دړد څرګندونه وكړه

اسلام آباد۔15اکتوبر  (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمین سید یوسف رضا ګیلاني د پیښور په  دیر کالونۍ سيمه كښې   د  يو شخصی سکول د ودانۍ راپرېوتو  څخه د ګڼو ماشومانو په ځاني زيان د زيات غم درد او افسوس څرګندونه كړې ده ۔ د سینیټ سیکرټریټ نه جاري بيان تر مخه چیئرمین سید یوسف رضا ګیلاني  د حق رسېلو ماشومانو كورنيو سره د زړه نه د خواخوږۍ څرګددونې كولو سره …

اسلام آباد۔15اکتوبر  (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمین سید یوسف رضا ګیلاني د پیښور په  دیر کالونۍ سيمه كښې   د  يو شخصی سکول د ودانۍ راپرېوتو  څخه د ګڼو ماشومانو په ځاني زيان د زيات غم درد او افسوس څرګندونه كړې ده ۔ د سینیټ سیکرټریټ نه جاري بيان تر مخه چیئرمین سید یوسف رضا ګیلاني  د حق رسېلو ماشومانو كورنيو سره د زړه نه د خواخوږۍ څرګددونې كولو سره ووئېل  د معصومه ماشومانو د مرګونو دا ډېره خفګاني او افسوسناکه پیښه ده  ۔  ده ووئېل  هغه د دې پیښې د غم جنو كورنيو   په غم درد كښې برابر شريك دے۔سید یوسف رضا ګیلاني اړوند چارواكو ته  ژوبل شوو ته د غوره  طبي اسانيو وركولو امر  سره ووئېل د دوي په درملنه كښې كومه بې غوري ونه كړئ  ۔چیئرمین ووئېل  د داسې خفګانې پیښو  مخ نيوي له  مؤثر اقدامات ضروري دي ، ده اړوند ادارو ته د تعلیمي ادارو  د ودانيو حفاظت باوري كولو لپاره د  مؤثر تګلارې  اختیارولو ووئېل ۔ ده د  حق  رسېدلو ماشومانو بخښنې،د  كورنيو لپاره د صبرِ او د ژوبل شوو ماشومانو زر روغتيا لپاره هم دعا  وكړه۔