نائب وزيراعظم اسحاق ډار په پېښور كښې د سکول چھت رالويدو په نتيجه كښې په شوي قيمتي زيان د غمرازۍ څركندونه وكړه

اسلام آباد 15 اکتوبر  (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په پېښور كښې د شخصي سکول چھت رالويدو په نتيجه كښې په شوي قيمتي زيان د افسوس څرګندوني سره ووئيل دې پېښې د ټول قام زړونه دردولي دي،زمونږ بچي زمونږ تر ټولو قيمتي سرمايه ده او دا ډول ځاني زيان د هېواد لپاره لويه پېښه ده۔د زيارت په ورځ د سماجي رابطې په پليټ …

اسلام آباد 15 اکتوبر  (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په پېښور كښې د شخصي سکول چھت رالويدو په نتيجه كښې په شوي قيمتي زيان د افسوس څرګندوني سره ووئيل دې پېښې د ټول قام زړونه دردولي دي،زمونږ بچي زمونږ تر ټولو قيمتي سرمايه ده او دا ډول ځاني زيان د هېواد لپاره لويه پېښه ده۔د زيارت په ورځ د سماجي رابطې په پليټ فارم ايکس  خپل پوسټ كښې نائب وزيراعظم په پېښه كښې په حق رسيدلو كسانو كورنيو سره د يووالي څرګندوني سره دعا وكړه چې لوي څښتن دې اروښادو له د خپل رحم په پلو كښې ځائے او غمجنو كورنيو له د زغم توفيق وركړي۔ سينيټر اسحاق ډار ووئيل وزيراعظم شهباز شريف او حکومت د دې صورتحال په سنجيدګۍ سره نوتس اغستے،بايد د ماشومانو حفاظت او سلامتيا ته په هر صورت خاص پام لرنه وكړې شي۔ده زور راوړو چې  د ځپليو كسانو سمدستي مرسته  ، د ژوبل كسانو لپاره  ښې طبي آسانۍ وركول دې باوري كړې شي او د سكولونو حفاظتي معيار ښه كولو له دې ټول ضروري اقدامات وكړے شي۔